ژبه

راشد خان په هندي ليګ کې د نږدې يو نيم ميليونه ډالرو په امتياز واخيستل شو

کابل (پژواک،٧ سلواغه ٩٦) : دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړى او مشهور ستورى راشد خان د هندوستان د کرکټ ليګ ( اى پي اېل) د حيدر اباد لوبډلې له خوا د څه کم يو نيم ميليون ډالرو په امتياز واخيستل شو.

د هندوستان کرکټ ليګ سيالۍ چې هر کال د اپريل په مياشت کې پيل او شاوخوا دوه مياشتې روانې وې، په کې د هندي لوبغاړو په ګډون لسګونه بهرني لوبغاړي  هم په امتياز اخيستل کېږي.

تېر کال د لومړي ځل لپاره په دې سياليو کې دوو افغان لوبغاړو راشد خان او محمد نبي ته چانس ورکړل شوى و او دواړو په دې سياليو کې خپله وړتيا ثابته کړه، راشد او نبي د تېر کال په سياليو کې د سن رايزرز حيدر اباد لوبډلې له خوا اخيستل شوي وو.  

دا ځل د يادو سياليو لپاره د لسو افغان لوبغاړو نومونونه ورکړل شوي دي، اوس به کتل کېږي چې د هندي لوبډلو له خوا څو افغان لوبغاړي په امتياز اخيستل کېږي.

د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي کې د هندوستان د کرکټ بورډ او د اى پي اېل سياليو د مسوولينو له خوا نن د لوبغاړو په امتياز اخيستلو دوه ورځنۍ لړۍ پيل شوه.

د هندي ليګ د نن ورځې په پروګرام کې د پنجاب لوبډلې له خوا راشد خان د ٩٠ ميليونه هندي کلدارو په امتياز واخيستل شو، خو ددغه ليګ د قوانينو له مخې، چې پخوانۍ لوبـډله کولى شي، خپل لوبغاړي په ټاکلي امتياز واخلي، د حيدر اباد لوبډلې په يادو شوو پيسو هغه بېرته واخيست.

د حيدر اباد لوبډلې د راشد خان تر اخيستلو وروسته په ټويټر کې ليکلي : (( موږ ډېر خوشحاله يو، چې يو ځل بيا مو راشد خان خپل کړ.))

په دې ټويټر کې زياته شوې  چې په حيدر ابادکې برياني وريجې د راشد خان انتظار باسي.

راشد خان هم پخپل يو ټويټ کې يو ځل بيا د حيدر اباد لوبډلې لخوا پر اخيستل کېدو خوښي څرګنده کړې ده.

په ټولنيزو شبکو کې ډېرو خلکو د راشد خان پر دې لاسته راوړنې د خوښۍ څرګندونه کړې ده . 

login or register a new account.

ورته موضوع