ژبه

اسټراليا د ١٩ کلنو نړيوال جام نيمه پاى لوبه له افغانستانه وګټله

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٦) : اسټراليا د ١٩ کلنو کرکټ لوبډلو د نړيوال جام په نيمه پاى لوبه کې افغانستان ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

د ١٦  هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو ترمنځ د نړيوال جام سيالۍ چې په نيوزيلينډ کې پيل شوې وې، اوس وروستۍ مرحلې ته نږدې شوې دي.

افغانستان په دويم پړاو کې کوربه هېواد نيوزيلينډ ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړې وه.

د ١٩ کلنو ملي لوبډلې له اسټراليا سره نن د نيمه پاى لوبې پچه وګټله او لومړى يې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان د ١٩ کلنو ملي  لوبډله په ٤٨ اوورونو کې په ١٨١ منډو وسوځېدله، د دوى له لوري يواځې اکرام علي خېل ٨٠ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د اسټراليا د ١٩ کلنو لوبډلې ياد هدف په اته دېرشم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

له دغې بريا سره اسټراليا د نړيوال جام سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه، چېرته به چې سبا د پاکستان او هندوستان د ترسره کېدونکې دويمې نيمه پاى لوبې له ګټونکې لوبډلې سره لوبه کوي.

افغانستان په تېر نړيوال جام سياليو کې نهم مقام خپل کړى و، خو دا ځل به درېيم يا څلورم مقام خپلوي.

د کرکټ مينه وال  په دې نړيوال جام سياليو کې د ١٩ کلنو لوبغاړو  له لوبو خوښ دي او د هغوى د لوبو ستاينه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع