نيلي (پژواک، ۹ سلواغه ۹۶): د دايکنډي ولايت د ميرامور ولسوالۍ اوسېدونکي د تور زېړي (هيپاتيت) ناروغۍ ويروس خورېدو اندېښمن کړي او وايي چې خلک د کمزوري اقتصاد له امله د نوموړې ناروغۍ د درملنې توان نه لري او حکومت بايد په دې برخه کې اقدام وکړي.
د دوی په وينا، که ځايي او مرکزي اداره د دايکنډي په ميرامور ولسوالۍ کې د يادې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې سملاسي اقدام ونه کړي، ډېری خلک به پرې اخته شي.
د ميرامور ولسوالۍ یو اوسېدونکی علي جان چې له څه وخت را په دېخوا د تور زېړي پر ناروغۍ اخته دی، وايي: "څو کاله کېږي چې زموږ په ولسوالۍ کې د تور زېړي ناروغي پيدا شوې، دولت هېڅ پام نه دی کړی او موږ هم دا توان نه لرو چې د کابل روغتونونو ته ولاړ شوو."
د ميرامور ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي علي محمد هم پژواک ته وويل: "له څه وخت را په دېخوا ه دې ناروغۍ اخته يم، پيسې نه لرم چې د درملنې لپاره کابل يا له هېواده بهر ولاړ شم او له دولت څخه غواړم چې د يادې ناروغۍ وقايوي واکسين برابر کړي څو د دې ناروغۍ د خورېدو مخه ونيول شي."
په ورته وخت کې د دايکنډي ولايتي روغتون ډاکتر سيد اسدالله سادات وايي چې تور زېړی يوه ويروسي ناروغي ده چې د هيپاتيت بي ويروس لامل ګڼل کېږي چې د ينې پړسوب په نامه هم يادېږي او تور زېړی بېلابېل ډولونه لري چې A,B,C,D,Eپه کې شامل دي چې B اوc يې ډېر خطرناک دي.
ډاکټر سادات تور زېړی يو ساري ميکروب ګڼي چې د وينې، جنسي اړيکې او د ګډو کارول شوو وسايلو لکه چاړه، د غاښونو بورس، پېچکاري او دغه راز د زېږون پر مهال ماشوم ته پر تور زېړي ناروغۍ د اخته مور له خوا د شيدو ورکولو له لارې لېږدېدای شي.
نوموړی زياتوي چې د يادې ناروغۍ نښې نښانې ستړيا، بې اشتهايي، خستګي، زړه بدوالی، د ګېډې درد، او قی دي.
له بلې خوا د دايکنډي ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي هم دغه خبر تاييدوي، خو وايي چې د تېر کال په پرتله ډېر شوی دی.
د دايکنډي د عامې روغتيا رياست مشر اسحاق علي درمان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په کچه عمومي شمېرنې ښيي چې په تېرو لسو مياشتو کې تور زېړي ناروغۍ د تثبتېدو لپاره ۴۳۷۶ کسانو مراجعه کړې چې په ۱۶۰ کې د يادې ناروغۍ مثبتې پېښې تشخيص شوې دي.
د درمان په خبره، د تور زېړي ناروغي يا هيپاتيت Bدرملنه نه کېږي، خو وقايه يې کېږي چې له بده مرغه د دايکنډي په دولتي روغتيايي مرکزونو کې د لوړ عمر لرونکو کسانو لپاره واکسين شتون نه لري.
په ورته وخت کې د عامې روغتيا وزارت چارواکي هم په هېواد کې د تور زېړي ناروغۍ د ډېرېدو خبر ورکوي او وايي چې دوی پر زېړي اخته ۳۶زره ناروغان راجستر کړي دي.
د نوموړي وزارت د چارواکو په وينا، د روغتيا نړيوال سازمان هڅه کوي چې د يادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خپلو خدمتونو پوښښ ډېر کړي او نوموړی سازمان د خپلو شته پلانونو له مخې، تر ۲۰۳۰ کال پورې ياد ويروس له منځه وړای شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










