جلال اباد (پژواک، ۹ سلواغه ۹۶): د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا چارواکی وايي چې لا هم د دغه ولايت پنځو ولسواليو کې اته زره کوچنيان د پوليو له واکسينه بې برخې پاتې کېږي.
د عامې روغتيا چارواکو په دې اړه معلومات د سلواغې په ۹مه په ختيځ زون کې د پوليو واکسين د درې ورځني کمپاين د پيل په مراسمو کې رسنيو سره شريک کړل.
د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال پژواک ته وويل چې د روان کمپاين پر مهال به په ټول زون کې يو ميليون او سل زره او په ننګرهار کې اته سوه زره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان د پوليو پر وړاندې واکسين شي.
هغه وايي، دغه کمپاين د روان زېږديز کال لومړی کمپاين دی چې له پيله په دغه ولايت کې يوه مثبته پېښه ثبت شوې او اندېښنه يې وښوده، که د کمپاين پر وړاندې خطرات همداسې موجود وي، نو په راتلونکي کې به هم ډېر ماشومان له واکسينه پاتې شي.
د عامې روغتيا رييس وايي، لا هم د ننګرهار د پنځو ولسواليو په ځينو سيمو کې د پوليو واکسين پر وړاندې خنډونه موجود دي چې له امله يې اته زره کوچنيان د پوليو له واکسين بې برخې پاتې کېږي.
هغه زياته کړه، د پچيراګام ولسوالۍ پنکزو، د هسکې مېنې ولسوالۍ اوغز او پاپين، د اچين ولسوالۍ د مامند درې اخري سر، د خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګی او د نازيانو ولسوالۍ دوه خولې نازيان هغه سيمې دي چې د وسله والو د موجوديت له امله ورته د پوليو واکسيناتوران نه شي ورتللی.
ديني عالم او د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني د ياد کمپاين په پرانيسته کې وويل چې د پوليو واکسين د اسلام له نظره روا او حلال دي او ټولو کورنيو ته يې سپارښتنه وکړه، چې خپل کوچنيان دې واکسين کړي.
هغه زياته کړه، د ټولو ولسواليو ملا امامانو ته يې د يو ځانګړي مکتوب له لارې سپارښتنه کړې چې د کمپاين پر مهال له واکسيناتورانو سره مرسته وکړي او خلک وهڅوي چې خپل اولادونه واکسين کړي.
د يادولو ده، د پوليو کمپاين په تېره دوره کې په ننګرهار ولايت کې تر يوولس زره زيات ماشومان د پوليو له واکسين څخه بې برخې پاتې کېدل چې د مسوولينو په وينا، ياده شمېره د قومي مشرانو، رسنيو او ديني عالمانو په ګډو هلو ځلو اوس اتو زره کوچنيانو ته راکمه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن