منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۳ غ.و
۵°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غور خلک د ګاز او تېلو د بيو له لوړېدو شکايت کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

فيروز کوه (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۶): د فيروزکوه ښار يو شمېر اوسېدونکي او ګاز پلورونکي وايي چې په دغه ولايت کې هر کال په ژمي کې د تېلو په ځانګړې توګه اوبلن ګاز بيه لوړېږي او حکومت دې برخې ته هېڅ پام نه دی کړی.

دوی وايي چې له دې وړاندې يې يوه کيلو ګاز له ۵۰ تر ۶۰ افغانيو رانيوه، خو اوس له څو اوونيو را په دې خوا يوه کيلو اوبلن ګاز په ۷۰ افغانۍ اخلي او له حکومت څخه غواړي چې د غور په بازار کې دې د ګاز بيه کنټرول کړي.

د غور ولايت د کډوالو ښارګوټي اوسېدونکي عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل: "شهر پرسان همدا زموږ ښار دى، بيې خپل اوج ته رسېدلې، لومړی يوه کيلو ګاز په ۵۰ افغانيو اخيستل کېده، اوس په ۷۰ افغانۍ شوی، هېڅوک پوښتنه نه کوي چې په ياد ولايت کې څه ظلم روان دی؟ حکومت يوازې تش په نامه دی، څارنه کوي او بايد پام وکړي، خلک به تر څو داسې در په در وي."

د غور ولايت مرکز فيروز کوه ښار يو بل اوسېدونکي ضياءالحق وويل چې له يوې خوا وزګارتيا او له بلې خوا د سونګو توګو بيو يې ژوند له تنګسې سره مخ کړی دی.

نوموړي دې برخې ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

نوموړي وويل: "هره ورځ کار ګرۍ ته ځم، له ۲۵۰ تر ۳۰۰ افغانيو مزد اخلم او ډېری ورځې کار نه راته پېدا کېږي، وزګار وم او بيې هم اوج ته رسېدلې دي، ګاز نه اخيستل کېږي، لرګي نه اخيستل کېږي، اصلاً د بيو لوړېدو او د پيسو د نه شتون له امله، شی نه شم را نيولی، که وضعيت همداډول وي، ښايي د سړې هوا له امله مړه شوو، له دولت څخه غواړو چې موږ غريبانو ته پام وکړي."

له بلې خوا د غور ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ګازو پلورونکي هم د تېلو او ګازو د بيو لوړېدل مني او وايي چې د بيو د لوړېدو يوازېنی دليل له واردوونکو شرکتونو د څارنې برخې ته د حکومت نه پاملرنه ده.

د فيروزکوه ښار يوه ګاز پلورونکي نجيب الله وويل: "موږ بيې نه لوړوو، اصلاً هغه شرکتونه چې ګاز واردوي، موږ ته يې په لوړه بيه راکوي. موږ اړ يوو چې په لوړه بيه يې وپلورو، که دولت د خصوصي شرکتونو د خپل سريو مخه ونيسي او څارنه يې وکړي، بيې را ټيټېږي."

خو د غور د ګاز او تېلو امر محبوب الله اکبري په دغه ولايت کې د تيلي توکو د بيو لوړېدو لامل، د لارو خرابوالی وباله او ويې ويل، دوی هڅه کوي چې د خصوصي برخې په همکارۍ سره دغه ستونزه حل کړي.

د اکبري په وينا، اوسمهال په دغه ولايت کې يوه کيلو ګاز په ۶۰ افغانۍ او يو لېتر پټرول او ډېزل په ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

نوموړي زياته کړه: "يوازېنۍ ستونزه چې په غور کې د تېلو او ګاز د بيو لوړېدو لامل شوې ده، د غور- هرات لارې خرابوالی دی او دغه راز د ښار او ولسواليو د لارو خرابوالی دي، خو موږ کوو چې دغه ستونزه د خصوصي شرکتونو په هکارۍ سره حل کړو."

د غور د اوبلن ګارو او تېلو امر وويل چې دوی هره ورځ له بازار څخه څارنه کوي او اوسمهال، يوه کيلو ګاز په ۶۰ او يو لېتر پټرول په ۵۰ افغانيو پلورل کېږي.

د چارواکو په وينا، تېلي مواد له کابل او هرات ولايتونو څخه د غور ولايت مرکز فيروز کوه ښار ته ورځي چې د لارو د خرابېدو او اوږد والي له امله په ځانګړې توګه په ژمي کې، د بيو د لوړېدو لامل ګرځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد