اسعداباد (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٦): د کونړ د عامې روغتيا مسوولين وايي، له معايناتو وروسته معلومه شوې چې د اسعدباد اړوند سيمو په اوبو کې د پوليو خطرناک ويروس موندل شوى دى.
د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت څانګې مشرډاکټرمحمد اسحاق پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نوو را ستانه شوو کډوالو راتګ او په داخل کې د نا امنیو له امله د خلکو بېځايه کېدل هغه لويې ننګونې دې چې په دغه ولايت کې د پوليو واکسين د تطبيق پر وړاندې يې ستونزې رامنځته کړې دي.
نوموړی زیاتوي، تازه د کونړ ولایت مرکز اسعداباد کې د اوبو په هغو لښتيو کې چې له ښاره تېرېږي او د کونړ له لوى سيند سره يو ځای کېږي د پوليو وايروس ليدل شوی دی.
هغه وايي، د پوليو وايروس لرونکي له دغو اوبو ګڼې کورنۍ د ورځنيو اړتیاوو پوره کولو په موخه ګټه اخلي.
ډاکتر اسحاق وويل، هڅې يې پيل کړې چې په محيط کې شته وايروس له منځه يوسي او د زيات ګواښ مخه يې ونيسي.
ده زياته کړه: ((د اسعداباد ښار هغه فاضله اوبه چې په يوه ځای کې را غونډې دي، تېره مياشت مو ترې سمپل د معايناتو لپاره واخيست، خو له معايناتو وروسته يې نتيجه مثبته وه.))
د کتلوي معافيت مسوول وايي، دا يو وايروس دی، که دا انساني وي او که محيطي وي يو ډول خپرېږي او خطرات يې موجود دي چې يواځېنۍ د حل لاره يې واکسين کول دي.))
د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې چې د شته امنيتي ګواښونو له امله په دغه ولايت کې له واکسين څخه د محروم پاتې شوو ماشومانو کچه لوړه شوې ده.
ډاکتر اسحاق وايي: ((هغه ساحې چې د مخالفينو د شتون له امله له واکسينه پاتې شوې، د قومي مشرانو په هلو ځلو هغه کچه راټيټه شوې وه، خو اوس چې داعش ډلې په دغه ولايت کې په يو شمېر غرنيو سيمو کې فعاليت پيل کړى، بېرته د هغو ماشومانو چې د واکسين څخه به پاتې کېدل لوړوالی راغلی.))
د ډاکتر اسحاق په وينا، د عامې روغتيا د وزارت په چوکاټ کې دا مهال د نږدې لسو وژونکو ناروغيو د مخنیوي په پار د کتلوي معافیت په پروګرام کې ديارلس ډوله واکسين شامل دي چې په وړيا ډول ترسره کېږي.
د کونړ د دیني عالمانو شورا غړی مولوي نجيب الله حقيار وايي، خلک او کورنۍ بايد د خطرناکو مرضونو په مقابل کې خپل کوچنيان واکسین کړي.
د يادونې ده، تېر کال د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د پوليو دوه قضيې ثبت شوې وې، خو سږ کال تر اوسه کومه قضيه نه ده ثبت شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










