منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروزګانيان: تش په نامه ډاکټرانو خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۴۴ کتنې

ترینکوټ (پژواک ۱۳ سلواغه ۹۶) د اروزګان اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې تش په نامه ډاکټرانو خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي او عامې روغتیا ریاست یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دى.

د دوی په خبره، دغه ستونزه نه یواځې په مرکز ترینکوټ کې شته، بلکې د دې ولایت په ولسوالیو کې هم یواځې په نوم روغتیاپالانو شخصي کنتځایونه او معاینه خانې پرانیستي او له خلکو پیسې ټولوي.

د اروزګانیانو پر وړاندې نه یواځې خپلسري ډاکټران او قابلې د روغتیا په برخه کې ستونزې جوړوي، بلکې دغلته زیات وخت په جګړه کې ښکېلې خواوې د ناروغانو پر مخ لارې تړي او ان سږکال په دغه ولایت کې ټول روغتیایې مرکزونه د درېیو میاشتو لپاره د وسله والو طالبانو له خوا د خلکو پرمخ وتړل شول.

اوس د دې ولایت ځایي اوسېدونکي وایي، په دولتي روغتیایي مرکزونو کې ستونزې زیاتې دي او په زیاتو سیمو کې خلک ورته لاسرسی نه لري، خو په وینا یې، بل خوا بیا په شخصي توګه داسې کسان د ناروغانو درملنه کوي چې په دې برخه کې هیڅ مسلکي زده کړې هم نه لري.

د چورې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد نسیم پژواک خبري اژانس ته وویل، دوى په ولسوالۍ کې یو تن و چې مخکې په یوه جومات کې امام و، خو اوس یې د ولسوالۍ په بازار کې کتنځای پرانیستی او د خلکو درملنه کوي.

ده زياته کړه، همدغه کتنځای ته هره ورځ لسګونه کسان مراجعه کوي او درمل ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا، په دغه موده کې د روغتیا ریاست هیڅ مسوول د دا ډول روغتیایي کتنځایونو لپاره څارنه نه ده کړې او نه یې هم دغه کسان د قانون منګولو ته سپارلي دي.

د مرکز ترینکوټ اوسېدونکي هم همدغه ستونزه یادوي او وایي، دغلته لسګونه سړي او مېرمنې شخصي کتنځایونه لري، خو یو هم د روغتیا په برخه کې زده کړې نه لري.

د ترینکوټ یوه اوسېدونکي امین الله پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې درې خصوصي روغتونونه او لسګونه نور شخصي کتنځایونه فعاله دي، خو یو هم قانوني جواز نه لري.

د ده په خبره، زیاتو ښځینه وو بیا د قابلو په نوم مرکزونه پرانیستي، په داسې حال کې چې هغوی هم هیڅ مسلکي زده کړې نه لري او زیات وخت د زېږون پر مهال د میندو ژوند له مرګ سره مخامخ کوي.

له بلې خوا مدني فعال جاوېد خپلواک، پژواک ته وویل، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست دومره کمزورى دى چې په ښار کې د څارنې لپاره هیڅ اقدام نه شي ترسره کولای او نه یې د خپلسرو ډاکټرانو او قابله ګانو مخنیوی کړى دى.

هغه زياته کړه، زیات وخت یې له مسوولینو څخه غوښتي چې د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره باید مسلکي کسانو ته د کار کولو موقع ورکول شي، خو دغه غوښتنه یې نه ده منل شوې.

د اروزګان د عامې روغتیا ریاست بيا وايي، زورواکي او ټوپکوال د غير قانوني کتنځایونو او ډاکټرانو ملاتړي دي، ځکه نو دوی یې د تړلو توان نه لري.

د عامې روغتیا سرپرست رییس سیف الدین بارک مني چې په دغه ولایت کې د ډاکټرانو په نوم داسې ښځینه او نارینه کسان شته چې ان خپل نوم نه شي لیکلی، خو کتنځایونه یې پرانیستي او ناخبره ناروغان ورته مراجعه کوي.

دى زياتوي، د ټوپکوالو او زورواکو ملاتړ د دې لامل شوی چې د دغو خپلسرو ډاکټرانو فعالیت بند نه شي او عامې روغتیا ریاست مني چې د دې خپلسریو مخنیوی یې له توانه لوړه خبره ده.

بلخوا بیا د دغه ولایت ولایتي شورا وايي، د عامې روغتیا رئیس په دا ډول څرګندونو سره خپل موقف او د دندې ساتنې ته لاره هواروي او که له ولایتي شورا سره دا موضوع شریکه شي، نو د زورواکو لاسونه له دې کاره لنډولی شي.

د ولایتي شورا رییس امیرمحمد بارکزی وایي، د عامې روغتیا مسوولینو تردې مهاله په دې اړه شکایت نه دى ورته کړی او که په جریان کې واچول شي، نو د خپلسرو او زورواکو مخنیوی کولای شي.

د نوموړي په خبره، د روغتیا ریاست مسوولین له غیر قانوني روغتیاپالانو سره لاس لري او له همدې امله د هغوی مخه نه نيسي.

په دغه ولایت کې ډېر کله داسې هم شوي چې د خپلسرو او تش په نوم ډاکټرانو له درملو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا