کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٦): هندوستان په پاى لوبه کې اسـټراليا ته په ماتې ورکولو سره د څلورم ځل لپاره د کرکټ د ١٩ کلنو نړيوال جام سياليو اتلولي خپله کړه.
د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ چې تېره مياشت په نيوزيلينډ کې پيل شوې وې، نن د هندوستان په بريا پاى ته رسېدلې دي.
په نيمه پايلوبه کې اسټراليا افغانستان ته او هندوستان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو پاى لوبې ته وتلي وو.
اسټراليا د پاى لوبې پچه وګټله او په خپله يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، د هندوستان د توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د اسټراليا ټوله لوبـډله په ٢١٦ منډو وسوځېده او هندوستان ته يې د ٢١٧ منډو هدف ورکړ.
د هندوستان ١٩ کلنې لوبـډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ٣٥ اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ، لوبه يې وګټله او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د هندوستان له لوري منجوت کارلا په زړه پورې لوبه وکړه او ١٠١ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې، هغه د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د يادونې ده، هندوستان تر دې مخکې درې ځلې د ١٩ کلنو نړيوال جام سيالۍ اتلولۍ خپلې کړې وې او اوس په څلورم ځل اتل شو.
افغانستان په دې سياليو کې څلورم مقام خپل کړى، تر دې دوه کاله مخکې يې نهم مقام خپل کړى و.
login or register a new account.