ګردېز (پژواک، ١٨ سلواغه): د پکتيا روغتيايي چارواکي وايي، سره له دې چې په دغه ولايت کې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه تر پخوا کمه شوې خو اوس هم په زرو کې ۷۷ ماشومان پنځه کلنۍ او ۶۳ يو کلنۍ ته له رسېدو مخکې مري.
دوی وايي چې اوسمهال په زرو نوو زېږېدلو ماشومانو کې شاوخوا ۵۰ د زېږون پر مهال او په زرو کې ۷۷ ماشومان پنځه کلنۍ او ۶۳ يو کلنۍ ته له رسېدو مخکې مري.
د عامې روغتيا چارواکو د وينا پر اساس، اوس هم په سل زره ميندو کې ۳۲۷ د زېږون پر مهال مړې کېږي.
مسوولين د دې مړينو عمده عوامل د ماشومانو روغتيا ته نه پام او په ځينو مواردو کې روغتيايي اسانتياوو ته نه لاسرسی يادوي.
د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولايت خان احمدزي د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دمګړۍ په ټول هېواد کې په هرو سل زرو کې ۳۲۷ مېرمنې د زېږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.
هغه د پکتيا په اړه وويل چې په هرو زرو نوو زېږېدونکو ماشومانو کې څه باندې پنځوس د زېږون پر مهال مړه کېږي.
احمدزی وايي سره له دې چې ياده شمېره له تېرو کلونو څو چنده کمه ده، خو پوره هڅې روانې دي چې د مړينې دا شمېره هم کمه او د مور او ماشوم ژوند تر ډېره خوندي شي.
نوموړی په دې برخه کې د کورنۍ د مشرانو پاملرنه مهمه بولي او ټينګار کوي چې ميندې د ولادتونو لپاره بايد کلينيکونو او روغتونو ته ورسول شي، څو د صحي برخې د کارکوونکو تر څارنې لاندې مصوون ولادت او د مور او ماشوم د ژوند او روغتيا د ساتلو لپاره ورته شوې لارښوونې عملي کړي.
ولايت خان احمدزی په دې برخه کې د تشکيل، لازمو امکاناتو او مسلکي کارکوونکو کمی او نيمګړتيا هم مني او وايي: ((د ميندو مړينه مخکې په يو لکو کې شپاړس سوه وه، خو اوس ۳۲۷ ته راښکته شوې، همدارنګه د ماشومانو برخې مړينه په همدې ډول ډېره راکمه شوې او پوره کوشش کوو چې د مرستندويه ادارو پر مټ د ټولو سيمو په لازم صحي پوښښ سره تر ممکنه حده راکمه کړو.))
د ماشومانو د ناروغيو متخصص او د پکتيا د ملکي روغتون د ماشومانو څانګې مشر ډاکتر دولت خان احمدزی يخه هوا، انتانات يا په مکروبونو اخته کېدل، د مايعاتو کمی يا زياتی او د ګلوکوز کموالی د ماشومانو د مړينې عمده عوامل يادوي.
احمدزی وايي چې د ميندو د مړينې کچه په هغو مېرمنو کې زياته ده چې عمر يې له اتلس کلونو کم او يا له ۳۵ کلونو زيات وي.
نوموړی ټينګار کوي چې د حمل په وخت کې بايد ميندو ته ويټامين لرونکي او صحي خواړه ورکړل شي، څو د مور او ماشوم ژوند له صحي اړخه ډاډمن شي.
login or register a new account.