ژبه

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ هم په بریا سره پیل کړه

کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۶) : افغانستان د زمبابوې پر وړاندې دیو ورخڼیو نړیوالو لوبو لړۍ هم په بریا سره پیل کړه.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د شل اووریزو لوبو لړۍ افغانستان دوه پر صفر ګټلې وه او نن د متحده اماراتو په شارجه ښار کې  ددواړو هیوادونو ترمنځ دیو ورځنیو لوبو نړۍ پیل شوه.

د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې دتوپوهنې پرېکړه وکړه، د افغانستان ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۳۳۳ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۳۳۴ منډو هدف ورکړ.

دافغانستان له لوري رحمت شاه او نجیب ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه، رحمت شاه سلیزه ووهله او ۱۱۴ منډې یې جوړې کړې، دغه راز نجیب ځدراڼ د پنځو شپږیزو پر مټ ۸۱ ناسوځیدلې منډې وکړې، احسان الله جنت ۵۴، شهزاد محمدي ۳۶ او ناصر جمال ۳۱ منډې وکړې.

دزمبابوې لوبډلې دافغان توپ اچوونکو مقابله ونه شوه کړای او ټوله لوبډله یې  په ۱۷۹ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۵۴ منډو په توپیر سره وګټله.

د افغانستان له لوري راشد خان څلور، مجیب ځدراڼ ۲، دولت ځدراڼ، محمد نبي  او رحمت شاه یو یو لوبغاړی وسوځولو.

رحمت شاه دلوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

 

login or register a new account.

ورته موضوع