کابل (پژواک،۲۲سلواغه۹۶):د عامې روغتيا وزارت اعلان کړی چې د ماشومانو د ګوزڼ د ژمني کمپاين دويم پړاو سبا پېلېږي او په ۲۱ ولايتونو کې به له خطر سره مخ تر شپږ ميليون ډېرو ماشومانو باندې تطبيق شي.
د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: "دغه کمپاين چې سبا دوشنبه (د سلواغې په ۲۳مه )پېلېږي، لومړی به هغه ولايتونه تر پوښښ لاندې ونيسي چې د يادې شوې ناروغۍ د خپرېدو له خطر سره مخامخ دي."
سرچينه زياتوي، د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې به د هېواد په ۲۱ ولايتونو کې تر پنځو کالو د کم عمر لرونکو ۶.۱ ميليون ماشومانو به واکسين تطبيق شي.
سرچينه کاږي، روغتيايي کارکوونکي به د ياد شوي کمپاين په بهير کې د استوګنې په سيمو کې کور په کور وګرځي او ماشومان به واکسين کړي.
د عامې روغتيا وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، د ماشومانو د ګوزڼ واکسين، پر ياده شوې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنيوي لپاره يواځينۍ اغېزمنه لار ده او کله چې ماشوم پردغه ناروغۍ اخته شي، د درملنې امکانات يې نشته.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيله تر اوسه پورې د ماشومانو د ګوزڼ يوه مثبته پېښه په ننګر هار او دوه نورې په کندهار کې ثبت شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










