جلال اباد (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۶): د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د روغتیايي علومو له انستیتيوت څخه٢٦ قابلګې فارغې او په ولسواليو کې پر دندو وګومارل شوې.
دغه فراغت غونډه چې د سلواغې په ۲۳مه د ننګرهار سيمه ييز روغتون کې جوړه شوې وه، له روغتيايي چارواکو سربېره په کې د فارغو شويو قابله ګانو د کورنيو غړو هم ګډون کړی وو.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي علومو انيستيتيوت امر ډاکټر حبیب الله فروهمند د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې دغه انستیتيوت له پیله تردې دمه شل دورې فارغان ورکړي چې اوس په خدمت بوخت دي.
نوموړي زیاته کړه، اوس يې په شلمه دوره کې ۲۶ تنه قابله ګانې له زده کړو وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړې.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په استازیتوب د یاد ریاست د اکمال تخصص امر ډاکټر سید افندي سعیدي وویل، عامې روغتیا اداره د محصلینو دستونزو دحل په برخه کې دوامداره هڅې کوي.
سعیدي فارغانو ته ډاډ ورکړ چې په خپلو سیمو کې به پر دندو وګومارل شي او د خپلو سيمو خلکو او په ځانګړې توګه د زېږون پرمهال به له مېندو سره مرسته وکړي.
دی وايي په دغه ولايت کې پر دندو د قابلو د ګومارنې له امله د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړينې کچه راکمه شوې ده.
د فارغو شويو قابلو له ډلې تورپيکۍ وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې يې اړونده برخه کې بشپړې عملي او نظري زده کړې کړي او چمتو دي چې لرو پرتو سيمو کې د خپلو خويندو مرسته وکړي.
هغې له خپلې کورنۍ څخه مننه وکړه چې زده کړو ته يې اجازه ورکړه او پر نورو کورنيو يې هم غږ وکړ چې د ستونزو کموالي لپاره دې خپلو لوڼو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
د غونډې په پای کې په فارغو شويو قابله ګانو د فراغت سندونه ووېشل شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










