کابل(پژواک، ۲۷سلواغه ۹۶): په کابل ښار کې نن د ٥٠٠لوبغاړو په ګډون سره د بايسکل ځغلونې سيالۍ تر سره شوې .
دغه سيالۍ ، له بايسکل څخه د ګټې اخيستنې، د خرابې هوا د مخنيوي او په کابل کې د ترافيکي ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه ترسره شوې
د کارګرانو د ملي اتحاديې د ځوانانو چارو مسوول او ددغو سياليو يوتن تنظيمونکي پرويز ظفر پژواک اژانس ته وويل ((دغه سيالۍ په څلورو ګټګوريو، د ښځينه لوبغاړو، نارينه لوبغاړو، د کابل ښاريانو او د امنيتي ځواکونو د ٥٠٠ لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.))
ظفر وويل چې دغه سيالۍ نن سهار د دارالامان له قصر څخه تر جبيبې ليسې پورې او د حبيبې له لېسې بېرته تر دارالامان قصر پورې د ١٤کيلومتره فاصلې په وهلو سره تر سره شوې .
د ملي اولمپيک د بايسکل ځغلولو فدراسيون رييس محمدحسين پژواک اژانس ته وويل چې دغه سيالۍ له بايسکل څخه د ګټې اخيستو د فرهنګ د دودولو په موخه ترسره شوې .
ده وويل چې د ښځينه وو په برخه کې ذکيې له باميانو ، د نارينه وو په برخه کې علي اصغر له کابل څخه، ناصر يکتا د کابل ښارانو له ډلې څخه او مسعود اميري د ملي دفاع وزارت څخه لومړي مقامونه ترلاسه کړل .
د ده په خبره چې په برياليو لوبغاړو تحفې هم ووېشل شوې .
په دغو سياليو کې يوتن علي اصغر چې لومړى مقام يې ګټلى وايي چې سل کاله کيږي چې په دې برخه کې کار او تمرين کوي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










