کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٦) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي راشد خان په کم عمر کې د کرکټ نړيوالې درجه بندۍ کې په لومړي مقام خپلولو سره نړيوال ريکارډ جوړ کړ.
د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د کب په لومړۍ نېټه، د يو ورځنيو نړيوالو سياليو نړيواله درجه بندي اعلان کړه.
ددې درجه بندۍ له مخې، د افغانستان راشدخان په توپ اچوونکو او د هندوستان ويرات کوهلي په توپ وهونکو کې لومړي مقامونه ترلاسه کړي دي.
د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې راشدخان د زمبابوې پر وړاندې په وروستيو پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبغاړو کې د ١٦ لوبغاړو په سوځولو سره يې ډېرې نومرې ترلاسه اوپه نړيواله درجه بندۍ کې يې لومړى مقام خپل کړ.
سرچينې دغه راز ويلي، د راشدخان او د هندوستان د تېز توپ اچوونکي بومرا نومرې برابرې دي او دواړه په لومړي مقام کې قرار لري.
د کرکټ نړيوالې شورا زياته کړې،راشد خان د زمبابوې پر وړاندې سياليو کې ښه توپوهنه هم کړې چې د کرکټ د الراونډرانو په درجه بندۍ کې يې څلورم مقام خپل کړى دى.
د کرکټ نړيوالې شورا ويلي، راشدخان په کمر عمر کې په لومړى مقام ګټلو سره نړيوال ريکارډ جوړ کړى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، د راشدخان عمر ٧٠٩٢ ورځې و چې دا مقام يې ترلاسه کړ، تر دې مخکې دغه ريکارډ د پاکستان ثلقين مشتاق په ٧٦٨٣ ورځو او د هندوستان سچن ټنډولکر په ٧٨٧٨ ورځو کې ترلاسه کړى و.
د کرکټ نړيوالې شورا دغه راز ويلي،د افغانستان بل لوبغاړى رحمت شاه چې د زمبابوې پر وړاندې سياليو کې ښه وځلېد له يو اتيايم نمبر څخه ٤٢ نمبر ته پرمختګ کړى دى.
دغه راز جاوېداحمدي هم ١٨ نومرې پورته راغلى، درې اتيايم مقام او نجيب الله ځدراڼ ٢٣ نومرې پورته تګ سره درې نويم مقام خپل کړى دى.
د کرکټ نړيوالې شورا ويلي، بل افغان لوبغاړى محمدنبي د يو ورځنيو سياليو په توپ اچوونکوکې اووه مقامه پورته تللى او يوولسم مقام يې خپل کړى، دغه راز هغه په الراونډرانو کې په پخواني درېيم مقام پاتې شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، زمبابوې ته په څلورو لوبو کې ماتې ورکولو سره افغانستان پنځه نومرې ترلاسه کړې او له يوولسم مقام څخه لسم ته راغلى او زمبابوې د درې نومرو له لاسه ورکولو سره يوولسم مقام ته ټيټ شوى دى.
login or register a new account.