کندهار (پژواک، ٢ کب ۹۶): په کندهار کې په داسې حال کې د هګیو د تولید پرمختللی فارم جوړ شوی چې دغلته شته فارمونو د هګیو په برخه کې د خلکو ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړې ده.
د هګیو د تولید دغه پرمختللی فارم د کندهار په دامان ولسوالۍ کې جوړ شوی چې د ورځې د ۱۰ زره هګیو د تولید وړتیا لري.
د دغه فارم مسوول محمد اعظم پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم په کندهار کې د هګیو د تولید نور فارمونه هم شته، خو ده د لومړي ځل لپاره داسې فارم جوړ کړی چې په پرمختللې ماشینري سمبال دی.
هغه زیاته کړه، دغه ماشینري یې له چین هېواد څخه راوړې او له سل زره ډالره څخه زیاته پانګونه یې پرې کړې ده.
دی وايي، دغه پرمختللې ماشینري د ۱۱ زره چرګو د ځایولو وړتیا لري، چې خوراک، د هګیو تولید او نورې ټولې چارې یې د ماشینرۍ په وسیله تر سره کېږي.
د ده په خبره، دغه فارم به د ورځې ۱۰ زره هګۍ تولیدوي چې له بسته بندۍ وروسته به بازار ته وړاندې کېږي.
اعظم وايي، په کندهار کې شته نور فارمونه چې پرمختللي نه دي یوازې د ۶ زره چرګو د ځایولو وړتیا لري چې د ورځې ۵ زره هګۍ تولیدولی شي.
د ده په خبره، د پرمختللې ماشینرۍ ګټه دا ده چې د چرګانو ساتنه او روزنه اسانه کوي او د هګیو د تولید کچه ورسره ډېرېږي او چټکه کېږي.
نوموړی زیاتوي، د هګیو د تولید لپاره چرګې له پاکستان څه راوړي چې تر دوو کلونو پورې هګۍ ورکوي.
دی وايي، دغه ګام یې په دې موخه اخیستی چې په کندهار کې د هګیو د تولید چارې عصري شي او په دې برخه کې له بهر څخه د بې کیفیته هګیو د راواردولو مخنیوی وشي او په کور دننه د هګیو اړتیا پوره شي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې په کندهار کې د هګیو ۱۳ فارمونه شته چې همدا یو یې په پرمختللې ماشینرۍ سمبال دی او د ډېرو هګیو د تولید وړتیا لري.
د کندهار د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ د ترویج مدیر انجنیر محمدالله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې د هګیو د فارمونو جوړول په ۱۳۸۸ لمریز کې پیل شوي او تر دې مهاله یې ښه وده کړې ده.
هغه زیاته کړه، دا مهال په کندهار کې د هګیو د تولید د فارمونو شمېر ۱۳ ته رسېدلی چې له ۴۴ میلیونه افغانیو زیاته پانګونه پرې شوې او د ډېرېدو په حال کې دي.
ده وویل، دغه فارمونه د ورځې ۱۱۵ زره هګۍ توليدوي، په داسې حال کې چې په کندهار کې د ورځې دوه سوه زره هګۍ مصرفېږي، خو له دې توليد شويو هګيو څخه يې يوه برخه بيا ګاونډيو ولايتونو ته صادرېږي او لږه يې ضايع کېږي هم .
دی وايي، دغو فارمونو په کور دننه د هګیو ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړې، خو ۶۰ سلنه یې له پاکستان او ایران څخه راوړل کېږي.
د ده په خبره، هره ورځ له پاکستان او ایران څخه ۳۶۰ زره هګۍ راوړل کېږي چې د کندهار تر څنګ هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.
دی وايي، له بهر څخه را وارد شوې هګۍ په کور دننه له تولید شوو هګیو سره توپير لري، ځکه وړې او کیفیت یې ښه نه دی.
د نوموړي په وینا، هغه هګۍ چې د کندهار په فارمونو کې تولېدېږي غټې او کیفیت یې ښه دی او په ژېړو کې یې د پروټینو او نورو غذايي توکو کچه ډېره ده.
د ده په خبره، همد لامل دی چې په کور دننه تولید شوې هګۍ د بهرنیو هغو په پرتله یوه افغانۍ لوړه بیه لري، له پاکستان څخه وراد شوې هګۍ له اوو څخه تر اتو افغانيو پورې پلور کېږي، خو د کندهار د هګيو بيه ٩ افغانۍ ده، خو د وړو او غټو هګيو بيې هم توپير لري.
نوري دا هم وویل چې په کندهار کې مخکې د چرګانو د ناروغیو د تشخیص لابراتوار موجود نه و او له بلې خوا له ګاونډیو هېوادونو څخه را واردېدونکي درمل هم بې کیفیته و.
ده زیاته کړه، له ښه مرغه په دې وروستیو کې په کندهار ښار کې د CARD-F موسسې او یوه پانګه وال په ګډ لګښت د چرګانو د ناروغیو د تشخیص یو لابراتوار پرانیستل شو چې په پرمختللو وسایلو سمبال دی.
دی وايي، په دغه لابراتوار کې دوه ډېر مسلکي ډاکټران په کار ګومارل شوي چې په هندوستان کې یې د کرنې، مالدارۍ او چرګانو د ناروغیو د تشخیص په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي.
د هغه په خبره، دغه لابراتور به د زون په کچه فعالیت کوي او د پرمختللې ټکنالوجۍ په مرسته به د چرګانو د ناروغیو تشخیص او درملنه کوي.
دی وايي، په دې توګه نور هغه ستونزه حل شوې چې د چرګانو ناروغي به نه تشخیص کېدله او وخت په وخت به د بېلابېلو ناروغیو له امله په زرګونو چرګان مړه کېدل او پانګه وال به یې زیانمن کول.
د کندهار اوسېدونکي وايي چې له بهره د را واردو شوو هګیو په پرتله په کور دننه د تولید شوو هګیو کیفیت ښه دی او په کار ده چې د ډېرېدو لپاره یې کار وشي.
محمد سمیع د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکی دی، دی وايي په اوسني عصر کې د سهار له پلوه د هګیو خوراک تر بل هر وخت ډېر شوی او یوه صحي غذا ګڼل کېږي.
خو دی زیاتوي چې ډېر مهال په کندهار کې په کور دننه تولید شوې هګۍ نه موندل کېږي، ځکه هومره نه تولیدېږي څومره چې ورته اړتیا ده.
دی وايي، په داسې وخت کې خلک مجبورېږي چې له ایران او پاکستان څخه را راوارد شوې هګۍ واخلي چې هم وړې دي او هم یې کیفیت ښه نه دی.
نوموړی غوښتنه کوي چې د کرنې وزارت کولی شي په دې برخه کې ډېر کار وکړي او په کور دننه د هګیو تولید زیات کړي، څو له بهره د هګیو د را واردولو مخنیوی وشي.
ده دا هم وویل چې اړوند وزارت دې له ګاونډیو هېوادونو څخه د چرګانو لپاره راوارېدونکي درمل کنټرول کړي او د هغو درملو د واردولو مخنیوی دې وکړي چې د خراب کیفیت له امله د فارمونو پانګه والو ته زیان اړوي.
هغه دغه راز وویل چې دغه وزارت دې په هېواد کې دننه د چرګانو د خوراکې د تولید د فابریکو جوړولو لپاره زمینه برابره کړي، څو خلک مجبور نه شي چې خوراکه له پاکستان یا ایران څخه راوړي.
د یادونې ده چې په کندهار کې د چرګانو روزنې هم په وروستیو کلونو کې ډېره وده کړې او پر فارمونو یې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.
په دغه ولایت کې دا مهال د چرګانو د روزلو ۴۷۰ فارمونه فعال دي چې هره ورځ زرګونه کیلوګرامه غوښه تولیدوي.
دغه راز دغو فارمونو تر ۷۰ سلنې پورې د چرګانو د غوښې اړتیا هم پوره کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










