کابل (پژواک، ۴ کب ۹۶) : افغان لوبغاړو په ازادو سیالیو کې خپلو بهرنیو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره اتلولۍ خپلې کړې.
دا سیالۍ دمتحده عربي اماراتو کې نن د کب په ۴مه، د کابل په وخت د شپې په اتو بجو پيل او په نهو بجو پای ته ورسیدلې.
لومړۍ لوبه د احمد ولي هوتک او له خپل اوکرایني سیال سره ترسره شوه، چې په درییو راونډونو کې یې هغه ته سخته ماتې ورکړه.
وروسته بل افغان لوبغاړي باز محمد مبارز له سکاټلینډي سیال سره لوبه وکړه او هغه یې تر اخره پورې تر فشار لاندې وساتلو او په پای کې یې ستره ماتې ورکړه.
تردې بریا وروسته په ټول کابل ښار او د هیواد په ځینو برخو کې هیوادوالو هوایي ډزې پیل کړې، چې کیدای شي خلکو ته زیان هم واړوی.
دکابل دامنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د ډزو د غندنې ترڅنګ وایي، چې د پولیسو سیارې ډلې په ښار کې ګرځي او سرغړونکي د قانون منګولو ته سپاري.
login or register a new account.