ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې

ننګرهار کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې

author avatar
24 Feb 2018 - 14:31
ننګرهار کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې
author avatar
24 Feb 2018 - 14:31

جلال اباد (پژواک، ٥ کب ۹۶): د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د (امن غواړو) تر عنوان لاندې د کرکټ لس اووريزې سيالۍ پيل شوې.

د ختيځ اکاډمۍ مشر عزيز ښېوه وال د کب په ٥ مه پژواک اژانس ته وویل، دغه سيالۍسراج العمارت بڼ کې د ختیځ اکاډمۍ په نوښت پرون پيل شوي چې دوه اوونۍ به دوام وکړي .

هغه زياته کړه چې له دې سیالیو څخه يې موخه د امن او سوکالۍ پيغام خپرول او ځوان نسل له نشه يي توکو څخه منعه کول دي.

د نوموړي په وينا، په دې سياليو کې ۳۲ سيمه ييزو لوبډلو ګډون کړى او له دې سياليو څخه يې بله موخه هېوادوالو او په ځانګړې توګه وسله والو مخالفينو ته د سولې پيغام رسول دي.

ددغې لوبې د پرانیستې په مراسمو کې ګڼ شمیر پخوانیو او اوسنیو چارواکو او د کرکټ مینوالو ګډون کړی وو چې سیالۍ یې د امن او سولې د راتګ په نوم د کوترو او پوکاڼو په پورته کولو سره پیل کړې. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.