منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پر نشه روږدي ٢٠٠ کسان فنکس روغتيايي مرکز ته ولېږدول شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۸ کتنې

کابل (پژواک، ٦ کب ٩٦): د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت، له کابل ښاره د پوليسو په همکارۍ په يو لړ عملياتو کې پر نشه يي توکو روږدي شاوخوا ٢٠٠ کسان نيولي او د درملنې په موخه يې د "فنکس روغتيايي مرکز" ته لېږدولي دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وياند محمد حنيف دانشيار په يوه خبري ناسته کې وويل، په نشه يي توکو ياد شمېر روږدي کسان د کابل ښار د شپږمې ناحيې اړوند د پل سوخته سيمې په دواطلبانه او جبري ډول راټول کړي دي.

هغه زياته کړه، د يادو کسانو له جملې يې يو شمېر کسان د درملنې مرکز ته نه تلل، خو انساني حقوقو او کرامت ته په پام سره هغوى ياد مرکز ته په امبولانسونو کې ولېږدول شول.

د هغه په وينا، ياد وزارت له مياشتو راهيسې د معتادينو پر راټولولو سربېره خلکو ته د نشه يي توکو د ناوړه پايلو او زيانونو په اړه د عامه پوهاوي کمپاين هم ترسره کړى دى.

په نشه يي توکي يوه روږدي کس شمشاد خان پژواک ته وويل: "زما مشر زوى ٣٥ کلن دى او نوموړى له  تېرو ٤٦ کلونو راهيسې پر نشه يي توکو روږدى دى."

هغه زياته کړه: "دا دويم ځل دى چې د نشه يي توکو د پرېښودو لپاره روغتون ته ځم، خو د ټولنې ستونزو ته په پام سره مې بيرته دغه شوم عمل پيل کړ."

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت سروې له مخې، هېواد کې له درې مليونه زيات خلک پر نشه يي توکو روږدي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا