ژبه

​د کرکټ لوبډلمشر ستانکزى د جراحي عملياتو له امله د زمبابوې له سياليو بهر شو

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٦) : دافغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزى د جراحي عملياتو له امله د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي له لومړنيو سياليو څخه بهر شوى دى.

اصغر ستانکزى د کرکټ د نړيوال جام غوراوي سياليو کې د برخې اخيستو په موخه اوس مهال له ملي لوبډلې سره زمبابوې کې دى.

ټاکل شوې ده چې د اتو لوبډلو ترمنځ دا سيالۍ راتلونکې اوونۍ پيل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د کب په ٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اصغر  نن سهار ناروغه شوى و، خو کله چې يې معاينات وشول، نو اپنډکس يې تشخيص شو.

سرچينې ويلي، هغه د زمبابوې د پلازمېنې هرارې په يوه روغتون کې بستر دى او په څو شېبو کې به يې جراحي عمليات ترسره شي.

کرکټ بورډ ويلي، اصغر ستانکزی به په شاو خوا لس ورځو کې د لوبو کولو جوګه شي.
دا په داسې حال کې ده،افغانستان به سبا له ويست انډيز سره د نړيوال جام غوراوي سياليو ته د چمتوالي په موخه تمريناتي لوبه ترسره کړي او د نړيوال جام غوراوي پړاو رسمي سيالۍ به د مارچ په څلورمه نېټه د سکاټلنډ پر وړاندې پيل کړي.
کرکټ بورډ ويلي،د اصغر په نشتون کې به اوسنی مرستيال لوبډلمشر راشد خان د لوبډلې مشري په غاړه ولري.

٣٠ کلن اصغر ستانکزى د افغانستان له لوري په ٨٣ يو ورځنيونړيوالو، ٥١ شل اووريزو نړيوالو  او ٢٣ فرسټ کلاس لوبو کې برخه اخيستې ده.

login or register a new account.