منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

​د خوست ولایتي شورا مرستیال پر یوه میاشت تنفيذي بند محکوم شو

· 2 دقیقې لوستل · 169 کتنې

خوست ښار(پژواک، ۹ کب ۹۶): د خوست ولايتي شورا مرستيال د محکمې له قاضيانو سره د لانجې په پايله کې پر يوه مياشت تنفيذي بند محکوم شوی دی.

د خوست ولايتي شورا رييس کفيل ريحان پژواک اژانس ته وويل چې د شورا مرستيال قديم افغان څه موده مخکې قاضيانو ته په توهين تورن شوی او بيا لومړنۍ محکمې پر يوه مياشت بند محکوم کړی دی.

نوموړي وويل: ((يوه مياشت مخکې قديم افغان له خپل يوه موکل سره محکمې ته تللی و، هلته يې بيا له کوم قاضي سره لانجه کړې، هغوی بیا پر توهين تور کړی او بيا يې دوسيه ورته جوړ کړې وه.))

د ولايتي شورا رييس کفيل ريحان زياته کړه چې د لومړنۍ محکمې د حکم له اورېدو وروسته قديم افغان نن د خوست مرکزي زندان ته ولېږل شو.

په ورته وخت کې د ولايتي شورا محکوم شوی مرستيال قديم افغان له زندانه د تيلېفون په کرښه پژواک اژانس ته وويل چې د يادې پرېکړې په کولو له ده سره ظلم شوی دی.

هغه وويل چې شاوخوا درې مياشتې مخکې د خپل موکل د دوسيې پوښتنې لپاره محکمې ته تللی و، کله چې يې د استيناف محکمې د رييس پوښتنه کوله، يوه قاضي ورسره ناسم چلند کړی و.

نوموړي زياته کړه: ((دروازه مې وټکوله، پوښتنه مې وکړه چې رييس صاحب چېرې دی، قاضي راته وويل چې په جېب کې مې دی، ما وويل چې رييس صاحب مې په کار دی، بيا يې وويل چې په جېب کې مې دی. ورته ومې ويل چې سمې خبرې کوه، نو په دې وخت کې يې د احمق کلمه راته وکاروله، له هغه وروسته يې راسره لانجه وکړه.))

قديم افغان وويل چې څلور شاهدان يې پيدا کړي وو، هغه ټول يې د خپلې ادارې کارکوونکي وو او پر ما يې ناحقه شاهدي وويله.

د خوست د استيناف څارنوالۍ د دې ولايت د ولايتي شورا د مرستيال د زنداني کېدو پخلى کړى دى.

د استيناف څارنوالۍ رئيس رحيم الله رامح، پژواک څبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا مرستيال قديم افغان محکمې ته له اجازې پرته داخل شوى، هلته يې له يوه قاضي سره لفظي شخړه او مشکل راپيښ شوى او قاضي بيا ورباندې محضر جوړ کړى او همدا محضر بيا د خوست څارنوالۍ ته رالېږل شوى دى.

ده زياته کړه، څارنوالۍ د قانون په رڼا کې ياده موضوع څېړلې او بېرته يې محکمې ته لېږلې ده. ابتدايه محکمې پرون پر قديم افغان، قاضي ته د توهين په تور د يوه مياشتې تنفيذي بند حکم کړى او همدا حکم بېرته څارنوالۍ ته را استول شوى او څارنوالي نن د ياد شوي حکم د عملي کېدو په خاطر د ولايتي شورا ياد شوى غړى محبس ته ولېږه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي