منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کونړ کې پر شيشه (کرسټال) د روږدو ځوانانو شمېر ډېر شوی

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

اسعداباد (پژواک، ١٤ کب ۹۶): د کونړ ولايت خلک او روغتيايي چارواکي وايي، دغه ولايت کې د شيشې پر نشه د روږدو کسانو شمېر ډېر شوی چې د تېرو شپږو کلونو په پرتله يې سلنه ۶۰ برابره لوړه شوې ده.

روغتياپالان وايي، شيشه يا کرسټال يو ډول ايراني درمل دي چې د بې خوبۍ لپاره استعمالېږي؛ خو دوامداره استعمال يې انسان روږدی کوي او له ډول ډول ناروغيو سره يې مخ  کوي.

د کونړ ولايت اوسېدونکي وايي، دغه نشه يي توکي اوس د کونړ مرکز اسعد اباد ښار او ولسواليو کې په ډېرې اسانۍ پيدا کېږي او ګڼ شمېر ځوانان پرې روږدي شوي چې کم عمره کسان هم په کې شامل دي.

د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکي رحیم ګل پژواک اژانس ته وويل، د شيشي د نشې استعمال ځکه ډېر شوی چې هم ارزانه ده او هم په هر ځای کې په اسانۍ ترلاسه کېدلی شي.

نوموړی نيوکه کوي چې حکومت او په ځانګړې توګه امنيتي ادارو په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی او که يې مخنيوی ونه شي؛ نو راتلونکي کې به کونړ پر نشه د روږدو کسانو يو مرکز وګرځي.

د نورګل ولسوالۍ يو اوسېدونکی غريب الله چې له يوه کال راهيسې يې ورور د شیشې پر نشه روږدی دی وايي، ورور يې له کار روزګاره وتلی او د کورنۍ نفقه يې اوس د ده پر غاړه ده.

نوموړي له دولت غوښتنه وکړه چې د دې ډول روږدو درملنه وکړي څو له دې نشو واوړي، د خپلو کورنيو پالنې ته مخه کړي او د دې تر څنګ دې پولیس د ټولو نشه يې توکو پلورونکو سخت بندیز ولګوي.

شل کلن صادق له شپږو مياشتو راهيسې د کرسټال پر نشه روږدی دی او وايي تر استعمال وروسته يې له ځان او نړۍ بې خبره وي.

نوموړی وايي: "ډېره نشه لري، کله چې يې زه استعمال کړم نو بیا له ځان او جهانه ناخبره یم، د شیشې د نشې استعمال د پوډرو د استعمال په څېر ده، په هر ځای کې پیدا کېږي او ارزانه نشه ده."

هغه زياتوي: "موږ ګیر شوي یو، نشې لپاره پیسې که د هرې لارې وي پیدا کوو يې، له جوماتونو شیشې، بطرۍ، د خلکو څپلۍ پټوو او ځان ته پرې خپله نشه اخلو."

د کونړ د مرکز اسعداباد ښار اوسېدونکی هلال بيا له پوليسو غوښتنه کوي چې د نشه يي توکو د پلور، پېر او قاچاق مخنيوی وکړي او سرغړوونکي دې ونيسي.

د کونړ له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس محمد ابراهيم ماموند هم مني چې روان کال په دغه ولايت کې د شيشې په نوم د نشې په استعمال کې ډېروالی راغلی دی.

هغه په دې برخه کې د ديني عالمانو، قومي مشرانو او د کورنيو رول مهم ياد کړ او ټينګار يې وکړ چې بايد د تبليغاتو له لارې د نشه يي توکو د مخنيوي برخې ته کار وشي.

ماموند دا امنيې قوماندانۍ دنده وبلله چې په خبره يې د نشه يي توکو د پلور او قاچاق مخنيوی وکړي او سرغړوونکي د قانون منګولو ته وسپاري.

کونړ کې پر نشه د روږدو کسانو د شل بستريز روغتون مسوولين هم مني چې په دغه ولايت کې د شيشې (کرسټال) پر نشه د روږدو کسانو شمېر تر پخوا لوړ شوی دی.

د دغه روغتون رييس ډاکتر سلطان محمد عظيمي وايي، دوی يوازې د شلو روږدو کسانو د درملنې زمينه لري چې پخوا به يې په شلو کې اتلس د نورو ولايتونو روږدي کسان تداوي کول؛ خو اوس يې له ډلې ۱۶ د همدغه ولايت دي، چې شپېته سلنه ډيروالی څرګندوي.

ډاکټرعظيمي وايي: "معتادینو روغتون چې تقریبآ اته کاله وړاندې جوړ شوی او شل بستره لري، مونږ په نشه يې توکو روږدي کسان د لایحې له مخې پنځه څلویښت  ورځې ساتو او د درملنې ترڅنګ د نشه يې توکو په اضرارو هم د عامه پوهاوی ورکول کیږي."

د هغه په وينا، کرسـټال په اصل کې درمل دي چې په کارولو سره يې خوب تښتول کېږي او له ايران څخه راوړل کېږي، خو اوس يې خلک د غلط کار لپاره کاروي.

نوموړي زياته کړه، د دې په دوامداره استعمال سره په خپله کاروونکى پر بېلابېلو ناروغيو اخته کېـږي، بلکې له دوى څخه پيدا کېدونکي ماشومان هم په جسمي او رواني ډول کمرزوي وي.

د يادولو ده، په دغه ولايت کې پر نشه د روږدو کسانو د شمېر ډېروالي لاملونه نشه يي توکو ته په اسانه لاسرسي تر څنګ د سواد کچې کموالی هم ښودل شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا