منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

خوست کې له چاودېدونکو توکو ډک هاموې موټر نيول شوى

· 2 دقیقې لوستل · 136 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۵ کب ۹۶): د خوست پوليسو په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توک ډک هاموې موټر نيولی او شنډ کړی یې دی.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال شېر داود ارين د کب په ١٥مه يوه خبري کنفرانس ته وويل چې د پوليسو ياد هاموې موټر يې د استخباراتي راپورونو پر بنسټ نيولی دی.

نوموړي څه ونه ويل چې د پوليسو دغه موټر له کوم ځایه او څنګه راوستل شوی و، خو زياته يې کړه چې غوښتل يې حکومتي تاسيسات موخه وګرځوي.

شېر داود ارين وويل چې له ياد هاموې موټر سره څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

د يادونې ده، وسله وال طالبان په دې وروستيو کې له دولتي ځواکونو د نيول شوو رينجر او هاموې پوځي موټرو په وسیله ځانمرګي بريدونه کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې ځايي خلکو ويلي چې څلور پوليس له يوه رينجر موټر سره وسله والو طالبانو ته تسليم شوي، خو شېرداود دغه خبر رد کړ.

په ورته وخت کې د خوست د امنيې قوماندانۍ منسوبينو ۱۵ هغه کسان هم خبريالانو ته وښودل چې د دوی په وينا، د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نيول شوي دي.

د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال شېرداود ارين خبريالانو ته وويل چې له دغو کسانو سره يې يوه سراچه او يوه مازدا موټر او دوه عرادې موټرسايکل هم نيولي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د خوست ښار په يوه هوټل کې د دوو کسانو تر منځ ډزې شوې او له امله يې دوه کسان ټپيان شوي دي.

د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه مهال په سپوږمۍ هوټل کې رامنځته شوې ده او له امله يې دوه کسان ټپيان شوي چې اوسمهال تر درملنې لاندې دي.

سرچينه زياته کړه چې پېښه د شخصي دښمنۍ پر بنسټ شوې او په تړاو يې څلور کسان له دوه ميله کلاشينکوفونو سره نيول شوي دي.

د پېښې يوه عيني شاهد نثارالله پژواک اژانس ته وويل چې د ډزو په ځای کې يې دوه کسان په ټپي حالت کې وليدل چې بيا نورو خلکو روغتون ته انتقال کړل.

د يادونې ده، سپوږمۍ هوټل د خوست ښار يو له هغو هوټلونو څخه دی چې قومي مشران او سپين ږيري په کې راټولېږي او د قومي شخړو او لانجو د هواري جرګې په کې پرمخ وړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي