ژبه

د انګلستان د “ليسټر شاير” کلب له محمد نبي سره قرارداد وکړ

کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٦): د انګلستان مشهور "ليسټرشاير" کلب د کرکـټ له ملي لوبغاړي محمد نبي سره د شل اووريزو سياليو لپاره قرارداد کړى دى.

دا دويم افغان لوبغاړى شو چې د انګلستان له کاونټي کلبونو سره د کرکټ سياليو لپاره قرارداد کوي، تر دې مخکې راشد خان د انګلستان د سسيکس کاونټي سره قرارداد کړى و.

د "ليسټرشاير" کلب له خوا د کب په ١٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نبي به د انګلستان د کلبونو تر منځ راتلونکو شل اووريزو سياليو کې ولوبېږي.

د دې لوبې روزونکي پاول نېکسون ويلي چې نبي په توپ اچونه او توپوهنه دواړو کې ښه مهارت لري او د هغه له راتګ سره به يې لوبـډله پياوړې شي.

دغه سيالۍ ټاکل شوې ده چې د روان زېږديز کال د جولاى په څلورمه پيل شي.

٣٣ کلن افغان لوبغاړى محمد نبي تر اوسه په ٩٣ يو ورځنيو نړيوالو او ٦٠ شل اووريز نړيوالو لوبو کې د افغانستان له خوا لوبېدلى دى.

هغه په شل اووريزو سياليو کې تر اوسه ٩٦١ منډې جوړې کړې او ٦١ لوبغاړي يې هم سوځولي او د دې سياليو د الراونډرانو په کټګورۍ درېيم نړيوال مقام لري.

نبي او راشد هغه دوه يواځېني افغان لوبغاړي دي چې د نړۍ په ګن شمېر ليګونو کې يې برخه اخيستې ده.

دوى د هندوستان په ای پي اېل، د اسټراليا په بېګ باش، د ويسټ انډيز په سي پي اېل، د بنګله دېش په بي پي اېل او د پاکستان په اېس پي اېل کې تراوسه لوبيدلي دي.

محمد نبي د انګلستان رسنيو ته ويلي چې "ليسټرشاير" ښه لوبډله ده او په اړه يې ډېرې مثبتې خبرې اورېدلې دي.

هغه زياته کړې: ((زه به له يوې پياوړې او مسلکي لوبډلې سره يو ځاى شم او هڅه به وکړم، چې له دوى ډېر څه زده کړم.))

login or register a new account.