ژبه

افغانستان بالاخره د کرکټ نړيوال جام غوراوي سياليو کې يوه بريا ترلاسه کړه

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٦) : افغانستان د کرکټ د نړيوال جام غوراوي سياليو کې نيپال ته په ماتې ورکولو سره په دې سياليو کې لومړۍ بريا خپله کړه.

د لسو هېوادونو ترمنځ د غوراوي دا سيالۍ په زمبابوې کې روانې دي.

افغانستان نن خپله وروستۍ او څلورمه لوبه له نيپال سره ترسره کړه، نیپال پچه و ګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه. د نيپال ټوله

لوبـډله په ٥٠ اوورونو کې په ١٩٤ منډو وسوځېدله او افغانسان ته يې د ١٩٥منډو هدف ورکړ.

د ملي لوبـډلې له لوري محمد نبي څلور، راشد خان درې، مجيب او شاه پور يو يو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبـډلې ياد هدف په نهه دېرشم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه او په دې سياليو کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د افغانستان له لوري نجيب ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه او ناسوځېدلې ٤٩ منډې يې جوړې کړې، دغه راز محمدي ٤٦ او رحمت شاه ٣٤ منډې جوړې کړې.

محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

تر دې مخکې په دې سياليو کې سکاټلينډ، زمبابوې او هانګ کانګ له افغانستان څخه لوبې ګټلې وې.

login or register a new account.