جلال اباد (پژواک، ١٩ کب ۹۶): د ننګرهار ولايت يوې مېرمنې چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د شاتو مچيو کاروبار پيل کړی، ګڼ شمېر نارينه وو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.
هغې، چې لا يې په کوټه کې د واده ګلان ځوړند و او د ناوې توب جوړه يې پر غاړه وه، د مېړه د مرګ درنه څپېړه يې پر مخ وخوړه.
د نوموړې د يوازېني زوی پيدايښت ته په شمېر ورځې پاتې وې؛ خو له ځان سره يې هوډ وکړ، که خدای نارينه اولاد ورکړي، نو هېڅکله به بل واده ته غاړه کېنږدي.
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکې پنځوس کلنه شېرينو له ۳۰ کلن کونډتون وروسته اوس د نګور، لمسيانو، کور او کاروبار څښتنه ده.
هغې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، موخه يې له سوال کولو د کونډو مېرمنو را ګرځول او دا څرګندول دي چې ښځه د هرې سختۍ د مقابلې او هر کار کولو وړتيا لري.
مېرمن شېرينو چې يوازېنی زوی يې اوس پنځه ويشت کلن دی، وايي، د هغه د مېرمنې، او شپږو اولادونو مسوولیت هم ور له غاړې دی او تر څنګ يې يو شمېر نورو کسانو ته هم د کار زمينه برابره کړې ده.
د کونډې شېرينو مېړه پنځه ويشت کاله مخکې د وخت په اردو کې افسر و چې له هېواده د دفاع په لار کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د هغې بخت هغه وخت وځلېد چې اته کاله مخکې ورته د ايډيا نيو ادارې له لوري د شاتو د مچيو اته صندوقونه ورکړل شول او هغې ته يې د مچيو روزلو او شاتو راټولولو روزنه هم ورکړه.
شيرينو وويل: ((د پسرلي په موسم کې چې ګلان زيات وي؛ نو حاصلات هم زيات وي، تقريباً ۶۰۰ کيلوګرامه شات په دغه سيزن کې راټولوو، مني کې بيا حاصلات کم وي، يو کيلو شات موږ په دوه نيم سوه افغانۍ خرڅوو.))
نوموړې وايي، اوس يې د مچيو صندقونه ۵۵ ته رسېدلي چې د روزلو او ساتلو په برخه کې يې ورته درې کسان نيولي او د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې ورته د روزلو ځای برابر کړی دی.
له مېرمن شيرينو سره يو کس له بټي کوټه تر ښاره د شاتو انتقال برخه کې هم کار کوي او وايي، که يې کاروبار ډېر شو، نو ډېرو نورو کسانو ته به هم د کار موقع په لاس ورکړي.
هغه وايي، هڅه يې پيل کړې چې د مچيو شمېر ډېر کړي؛ ځکه هدف يې بې روزګاره خلکو او په ځانګړې توګه کونډو ته د کار زمينه برابرول او دا پيغام ورکول دي چې د سوال کولو پر ځای کار کولو ته مخه کړي.
دا وايي، شات يې تر نورو پاک او طبيعي دي؛ نو ځکه خو يې د پلور بازار هم ډېر ګرم دی.
هغې زياته کړه: ((يو خو مو توليد يو څه کم دی، بل مې دلته په چم ګاونډ کې باور پيدا کړی؛ نو ډېر بازار همدلته دی، خلک کور ته راځي او رانه شات اخلي، د دې تر څنګ يې بازار ته هم ځينو دوکاندارانو ته لېږم، شکر دی، زنده ګي مې پرې جوړه ده.))
نوموړې وايي، د شاتو د پروسس او بسته بندۍ لپاره وسايل نه لري او په ډېر ساده توګه يې چارې مخې ته وړي چې بسته بندي يې په لاس او پروسس او چاڼ يې په پخواني او ساده بڼه کوي.
مېرمن شيرينو وويل: ((شات د پروسس لپاره اول په يو پتيله کې ګرموم، بيا يې د يو جال نه اوباسم، له هغې وروسته يې له يو ململ ټوټې چاڼ کوم، پروسس يې ماشين نه زما لاسونه دي؛ بسته بندي يې هم په لاسونو کوم.))
هغه وايي، که خيريه ټولنې او دولت ورسره د پروسس او بسته بندۍ د وسايلو مرسته وکړي؛ نو هم به يې چارې اسانه او هم به يې ډېرو نورو خلکو ته د کار زمينه برابره کړې وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









