منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې ۱۵زره ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې پاتې کېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۱ کب ۹۶): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، په دغه ولايت کې د پوليو له واکسينه د پاتې کېدونکو ماشومانو شمېر تر تېرو کمپاينونو لوړ شوی او اټکل کېږي چې دغه ځل ۱۵زره ماشومان له واکسينه بې برخې پاتې شي.

روغتيايي چارواکو د کب په ۲۱مه په ختيځ زون کې د پوليو واکسين درې ورځني کمپاين د پيل په مراسمو کې په دې اړه له رسنيو سره معلومات شريک کړل.

د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال وويل چې د روان کمپاين پر مهال به په ټول زون کې ١،١ ميليون او په ننګرهار کې اته سوه زره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان د پوليو پر وړاندې واکسين شي.

هغه وايي، دغه کمپاين په داسې حال کې پيلېږي چې د نوي ميلادي کال له پيله په دغه ولايت کې يوه مثبته پېښه ثبت شوې او اندېښنه يې وښوده، که د کمپاين پر وړاندې خطرات همداسې موجود وي نو لا ستونزې ډېرېدلی شي.

د عامې روغتيا رييس وايي، لا هم د ننګرهار د پنځو ولسواليو په ځينو سيمو کې د پوليو واکسين پر وړاندې خنډونه موجود دي، او اټکل کېږي چې تر پخوا زيات ماشومان د پوليو له واکسينه بې برخې پاتې شي.

د نوموړي په وينا، د تېر کمپاين پر مهال اته زره ماشومان پاتې کېدل، خو دغه ځل اټکل دی چې ښايي پنځلس زره ماشومانو ته د پوليو واکسين ونه رسېږي.

د پچيراګام ولسوالۍ پنکزو، د هسکې مېنې ولسوالۍ اوغز او پاپين، د اچين ولسوالۍ د مامند درې اخري سر، د خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګی او د نازيانو ولسوالۍ دوه خولې نازيان د عامې روغتيا رييس هغه سيمې په ګوته کوي، چې د وسله والو د موجوديت له امله ورته د پوليو واکسيناتوران نه شي ورتللی.

د عامې روغتيا رييس وايي، نوی کمپاين له تېرو هغو سره دوه توپيره لري، چې يو خو هر ماشوم ته د ويټامن A ګولۍ ورکول کېږي او بل به د تورخم له لارې هر راتلونکي لوی او واړه ته د پوليو واکسين کېږي.

نوموړي اندېښنه وښوده چې لا هم د جلال اباد ښار په چاپېريال کې د پوليو ويروس موجود دی او که کورنۍ خپلو اولادونو ته دقيق نه شي او له پوليو واکسين بې برخې شي؛ نو شونې ده چې ماشومان يې په دغه ناروغۍ اخته شي.

په همدې حال کې د ننګرهار د کوچيانو چارو رييس چې په دغه رياست کې د پوليو کمپاين پرانيستې مراسم جوړ شوي وو، غوښتنه وکړه چې د کوچيانو ماشومانو ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي.

اول ګل جلال احمدزي د عامې روغتيا له رييس څخه دا ډاډ هم ترلاسه کړ چې د کوچيانو ماشومانو ته به په بېلابېلو ساحو کې ځانګړي کمپاينونه ترسره کوي.

د يادولو ده، د نوي ميلادي کال له پيله تر اوسه په ټول هېواد کې د پوليو درې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې يوه يې ننګرهار او دوه يې کندهار ولايت کې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا