منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

خوست کې دوه موټربمونه له څلورو وسله والو سره نيول شوي

· 1 دقیقه لوستل · 135 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۳ کب ۹۶): د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو دوه موټربم له څلورو وسله والو کسانو سره نيولي دي.

په دغه ولايت کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا وياند تورن عبدالله د کب په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه موټربم تېره شپه د يادې ولسوالۍ په اړوند يوه سيمه کې نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((يو سراچه او يو سرف موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک وو، څلورو وسله والو کسانو د خوست ښار پر لور روان کړي وو چې د کشفي راپورونو پر بنسټ ونيول شول.))

د ملي اردو دغه وياند زياته کړه چې دواړه موټربمونه له نيول کېدو وروسته شنډ شوي او دغه راز له نيول شوو کسانو سره يو ميل کلاشينکوف او څلور ميله تومانچې هم نيول شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د يادو موټربمونو په اړه له رسنيو سره کومه تبصره نه ده کړې.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم د خوست په موسی خېل او نادرشاه کوټ ولسواليو کې دوه موټربم هدف ته له رسېدو مخکې افغان امنيتي ځواکونو نيولي او شنډ کړي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي