منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار په غني خېلو کې د مور او ماشوم روغتیايي مرکز جوړ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۳ کب ۹۶): د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د ۳۹ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د مور او ماشوم د درملنې مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

ياد روغتيايي مرکز د کب په ۲۳مه په همدې ولسوالۍ کې د ننګرهار د والي او نورو چارواکو له لوري پرانيستل شو.

د ننګرهار د عامې روغتيا ريیس ډاکتر نجيب الله کامه وال وويل، دغه روغتيايي مرکز د جرمني هېواد د پاتريپ فونډېشن د ۳۹ ميليونه افغانيو په مالي لګښت په زر متره مربع ځمکه کې د يو کال په موده کې جوړ کړی دی.

هغه زياته کړه، دغه روغتيايي مرکز پنځوس بستره، ۲۳ خونې، څلور عمليات خونې، مجهز تجهيزات، د اوبو سيستم او نور اړوند ملحقات لري.

هغه ډاډ څرګند کړ چې ډېر ژر به په څو نورو سيمو کې هم ورته مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، د دغه روغتون په جوړېدو سره به په سيمه کې د مور او ماشوم د مړينې کچه راکمه شي.

دی وايي، له دغه روغتيايي مرکز څخه به پر غني خېلو سربېره د اچين، نازيانو او دوربابا ولسواليو خلک هم ګټه پورته کړي.

نوموړي سپارښتنه وکړه چې د روغتون او تجهيزاتو په ساتنه کې ځانګړې پاملرنه بايد وشي.

د ننګرهار ولایتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دراني د ولايت مقام او عامې روغتيا رياست له هڅو او د جرمني هېواد له مرستې مننه وکړه چې په غني خېلو ولسوالۍ کې يې د مور او ماشوم درملنې په موخه په تجهيزاتو سمبال روغتيايي مرکز جوړ کړ.

د سيمې يوه قومي مشر حاجي الله داد شينواري وويل، له دې مخکې يې د غني خېلو، اچين، نازيانو او دوربابا ولسواليو مېرمنې د ولادت پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ وې؛ يا ښار ته انتقالېدې او يا يې هم په کور کې ولادت ورکول کېده، خو له دې وروسته به دغه ستونزه هواره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا