منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کونړ کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

اسعداباد (پژواک، ٢٣ کب ۹۶): د کونړ روغتيايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې يوه ماشومه د پولیو پر ناروغۍ اخته شوې ده.

د پوليو د دې تازه پېښې په ثبتېدو سره په ټول هېواد کې د روان زېږديز کال د پوليو د مثبتو پېښو شمېر څلورو ته پورته شو.

د کونړ د عامې روغتیا ریاست کې د واکسین پروسې مشر ډاکتر محمد اسحاق وايي چې دغې ماشومې تر اوسه هېڅ ډول واکسین نه دى اخیستى.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا یوه انکاري کورنۍ وه چې ماشومانو ته یې واکسین نه کاوه او همدا شان به یې د واکسین پر وړاندې تبلیغات هم کول.

د ده په وينا، ياده ۴۵ مياشتنۍ ماشومه فاطمه نومېږي او د غازي اباد ولسوالۍ په ايلګل دره کې استوګنه ده.

د سیمې یوه اوسېدونکي فقیرمحمد پژواک ته وویل چې پر ګوزڼ د اخته ماشومې کورنۍ اصلاً د کوزې پښتونخوا د سوات سیمې اوسېدونکې ده چې څو کاله مخکې کونړ ته راکډه شوې دي.

له دې سره سره د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د پولیو محیطي وایروس هم موندل شوی او روغتیايي چارواکي وايي چې د له منځه وړو لپاره یې هڅې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په ټول هېواد کې د پوليو د مخنيوي لپاره تر پنځه کلنۍ د کم عمره ماشومانو واکسين کمپاين هم پيل شوی او اټکل کېږي چې په ټول هېواد کې څه کم لس ميلیونه ماشومانو ته د پوليو واکسين وشي.

په کونړ کې د پولیو پېښه په داسې حال کې ثبت شوې ده چې له دې وړاندې دوه په کندهار او یوه په ننګرهار کې هم ثبت شوې وه، اوس مهال په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیله د پولیو د پېښو شمېر څلورو ته لوړ شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا