منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار او کونړ کې د پوليو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۴ کتنې

کابل(پژواک، ۲٥ کب ٩٦): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په کونړ او کندهار ولايتونو کې په ماشومانو کې د پوليو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

 د دغه وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغې پېښې د کونړ په غازي اباد او د کندهار په شاه ولي کوټ ولسواليو کې ثبت شوې دي.

 سرچينه وايي: ((دغه دوه ماشومان متاسفانه د تل لپاره معيوب شول او هغوى هېڅکله نه و واکسين شوي.))

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د دغو ماشومانو کورنيو به تل د کوزڼ واکسين رد کاوه او هېڅکله يې نه غوښتل چې ماشومان يې واکسين شي.

سرچينه وايي چې دا د ټولو ماشومانو والدينو ته د خطر زنګ دى، ځکه د ماشومانو فلج د ماشومانو لپاره يو جدي ګواښ دى.

د معلوماتو په اساس، له دغو دوو پېښو سره په روان کال کې د ماشومانو د فلج د پېښو شمېر پنځو ته ورسېد.

اوس مهال افغانستان، پاکستان او نايجيريا د هغو هېوادونو له ډلې څخه دي چې د ماشومانو د فلج پېښې په کې شته.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا