ژبه

پکتیا کې غوښې له روغتیايي معاینې پرته پلورل کېږي

ګردېز (پژواک، ٢٧ کب ٩٦): په پکتيا کې څاروي د روغتیا له لازمې پروسې پرته حلالېږي او غوښې يې هم له روغتيايي کتنې پرته پلورل کېږي.

خلک د اړوندو ادارو له خوا د دې مهمې چارې په نه کنټرول نيوکه کوي او ډاکتران هم د ناروغيو يو عمده لامل د غير صحي غوښو خوړل يادوي.

د ګردېز اوسېدونکي اسماعيل د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې قصابان د ښار په منځ کې د سړکونو پر غاړه څاروي حلالوي او په کار کې د نظافت اصول په پام کې نه نيسي.

نوموړی وايي: ((په خوراکي شيانو کې بايد نظافت ته ډېر پام وشي؛ دلته د سړک پر غاړه مالونه حلالوي، په ډک بازار کې وينې تويوي او بيا يې په خاورو او دوړو کې ځړولې وي او خرڅوي يې. د قصابانو دوکانونه بايد پوښلي او شيشه کې بند وي.))

د ګردېز يو بل اوسېدونکی عبدالله وايي، قصابان هڅه کوي څو د خلکو ناروغ څاروي په ارزانه بيه واخلي او بيا یې پر خلکو وپلوري، څو ډېره ګټه وکړي.

هغه د بېلګې په توګه وويل: ((د يو چا غوا مريضه وه، بس نو قصاب ته يې راوسته، ارزانه يې ورکړه ، قصاب بيا حلاله کړه او غوښه يې خرڅه کړه. نو دا خو ښکاره خبره ده چې ټول مرض دی، دا بايد د صحت عامې رياست کنټرول کړي.))

قصابان بيا وايي چې په خپل کار کې تر وسه نظافت او د غوښې صحي ساتنې ته پام کوي، خو د اوبو او برېښنا نه شتون له ستونزو سره مخ کړي دي.

د قصابانو په استازيتوب اسلام الدين پژواک ته وويل چې خپل دوکانونه يې کاشي او شيشه بند جوړ کړي و، خو د برېښنا او برق له شتون پرته غوښه نه شي ساتل کېدای.

دی وايي: ((يو لوی مجهز مسلخ بايد وي چې هم د ټولو قصابانو مالونه په کې وساتل شي او مصوون وي او هم د مزدور لپاره د بود و باش ځای ولري، نظافت مراعاتول اسلامي امر دی او موږ يې تر وسه مراعاتوو؛ موږ ته دې امکانات برابر شي، موږ هم غواړو چې په معيار برابر کار وکړو.))

د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد مني چې د قصابانو لپاره د ګردېز په چشمه ماران سيمه کې جوړ شوی مسلخ کوچنی دی او د دې ظرفيت نه لري چې قصابان په يو وخت په کې خپلې ټولې چارې ترسره کړي.

خالد وايي چې د جوړ کړي پلان له مخې به قصابانو ته بل مناسب ځای جوړ کړي او د ښار له منځه به يې بل ځای ولېږدوي او د برېښنا او نورې ستونزې به هم حل شي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((د نوي پلان له مخې به قصابان د ښار له منځه ټول او بېلابېلو ځايونو ته انتقال کړو، د واراداتي برېښنا په راتلو به د برق ستونزه هم حل شي او دوی ته به اسانتياوې برابرې کړو؛ همدارنګه د حلالې لپاره يو بل منظم ځای جوړ کړو.))

login or register a new account.

ورته موضوع