کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٧): د کابل ښار د چمن حضوري په سيمه کې د "پرلت" خېمې سره چاودنه کې يو تن وژل شوى او ١١ تحصن کوونکي ژوبل شوي دي.
د شاهد الکوزي په نامه د پېښې يوه عيني شاهد د وري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه په شاوخوا شپږو بجو او ٤٥ دقيقو د خېمې ترڅنګ چې د اتمې حوزې اړوند ده، وشوه.
هغه زياته کړه، د چاودنې له امله څو کسان ټپيان شوي چې د پوليسو په رېنجرو او شخصي موټرو کې روغتونونو ته ولېږدول شول.
د ده په وينا، سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او تر چاودنې وروسته ډزې هم شوې دي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي پژواک ته وويل چې دغه چاودنه د چسپکي ماين له امله رامنځ ته شوې او درې تحصن کوونکي په کې ټپيان شوي، چې روغتيايي حالت يې نسبتاً ښه دى.
خو د ايمرجنسي روغتون په خپل ټويټر کې کښلي چې دوى ته له دې پېښې څخه يو جسد او ٩ ټپيان ور وړل شوي دي.
له بلې خوا د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح ويلي چې د دې پېښې دوه تنه ټپيان د کابل ابن سينا روغتون ته لېږدول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن