ژبه

د کرکټ نړيوال جام ته د افغان ملي لوبډلې بريا په پراخه کچه وستايل شوه

کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٧: ) ولسمشر اشرف غني، اجراييوي رييس  ډاکټر عبدالله او ګڼ شمېر نورو چارواکو او نړيوالو د کرکټ نړيوال جام ته په لارموندنې د افغانستان ملي لوبډلې ته مبارکي ورکړې ده.

د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړيوال جام غوراوي سياليو په وروستۍ لوبه کې ايرلينډ ته ماتې ورکړه او نېغ په نېغه يې نړيوال جام ته چې راتلونکى کال په انګلستان کې ترسره کېږي، لاره پيدا کړه.

تر دې مخکې ددې سياليو په لومړي پړاو کې افغانستان درې لوبې پرله پسې بايلودې او چانس يې يو فيصد و، خو په دويم پړاو کې افغان لوبډلې درې واړه لوبې وګټلې.

ولسمشر اشرف غني د کرکټ نړيوال جام ته د افغانستان د لارموندنې له امله ټولو هېوادوالو او د کرکټ ملي لوبډلې ته مبارکي ويلې ده.

هغه زياته کړې : (( په خپلو قهرمانانو وياړم! ))

بلخوا اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم پر دې سترې بريا او لاسته راوړنې، ملي لوبډلې او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

هغه زياته کړه چې افغان لوبډلې پرون د ايرلينډ پر وړاندې په زړه پورې او معياري لوبه وکړه او نړيوال يې ګوته په غاښ کړل.

عبد الله ويلي : (( زموږ اتلانو نن خپل ولس ته خوښي ورکړه او ولس پرې وياړي.))

د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم د مبارکۍ ترڅنګ ويلي چې ټول هېوادوال پر خپلې ملي لوبډلې وياړي.
بلخوا طالب چارواکى او د ملا رسول ډلې غړي مولوي عبدالرحمن نيازي هم د کرکټ پر دې بريا او لاسته راوړنې مبارکي ورکړې ده.

هغه زياته کړې : ((الله (ج ) ته سوال کوو چې  نور دې زموږ په خاوره کې سوله راولي، ځکه د خوښۍ نمانځل هغه مهال خوند کوي چې په هېواد کې سوله او ازادي وي.))

خو مولوي نيازي ويلي چې په هېواد کې جګړې او وژنې دوام لري او په دې حالاتو کې د خوښيو نمانځل بې خونده وي.

دغه راز ګڼ شمېر وزيرانو، واليانو، سياسي مشرانو او مدني ټولنو د کرکټ د بريا مبارکۍ ورکړې دي.

login or register a new account.