منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښو شمېر څلورو ته لوړ شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۴ وری ۹۷): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یوه بله پېښه ثبت شوې او له دې سره په روان کال کې په همدې ولایت کې د پولیو د پېښو شمېر څلورو ته لوړ شو.

تر دې وړاندې یوه پېښه په سپین بولدک او دوه پېښې په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې وې.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالشکور نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل، د پولیو تازه پېښه د دغه ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په باغکې سیمه کې ثبت شوې ده.

هغه زیاته کړه، د پولیو په ناروغۍ اخته شوی ماشوم نهه میاشتې عمر لري چې لامل یې په دغه  ولسوالۍ کې پر واکسناسیون بندیز دی.

د نوموړي په وينا، دا په روان ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د پولیو څلورمه پېښه ده چې په کندهار ولایت کې رامنځته کېږي.

په خاکرېز ولسوالۍ کې د پولیو دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې څو ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ په ګاونډ شاولیکوټ ولسوالۍ کې هم د پولیو یوه پېښه ثبت شوې وه.

د ډاکټر نصرت په خبره، دلته د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو زیاتېدل د خطر زنګ دی.

نوموړي د کندهار شاولیکوټ، میانشین، خاکرېز، نېش او غورک ولسوالۍ یادې کړې چې له تېرو اتو نهو میاشتو راهیسې په کې د پولیو د واکسین کمپاین نه و شوی چې له امله یې تر ټولو ډېرې پېښې په شاولیکوټ کې رامنځته شوې دي.

خو دی وايي چې اوسمهال له خاکرېز پرته په ټولو ولسوالیو کې د پولیو د واکسیناسیون کمپاین پلی کېږي.

ده خبر ورکړ چې په دې اړه د سیمې د مخورو په وساطت له وسله والو سره خبرې شوې دي او تمه ده چې په خاکرېز کې به هم د پولیو د واکسیناسیون د پلي کېدو اجازه تر لاسه کړي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا هم وايي چې وسله والو مخالفینو په یو شمېر ولسوالیو کې د پولیو کمپاین ته اجازه نه ورکوله، خوله ډېرو اړیکو، خبرو او هڅو وروسته یې په دغو ولسوالیو کې د پولیو د کمپاین اجازه تر لاسه کړې ده.

نوموړى له دولتي چارواکو، وسله والو مخالفینو او خلکو غواړي چې په ګډه لاس سره ورکړي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسول شي او ژوند یې له خطر څخه وژغورل شي.

د عامې روغتیا رییس یوازې د واکسیناسیون کمپایونه د ستونزې حل نه ګڼي او له خپلو کاري شریکانو هم غواړي چې د حفظ الصحې، د کوچنیانو د تغذیې او روغتیايي په موخه وقایوي هڅې ډېرې کړي.

ده وویل، د افغانستان او پاکستان تر منځ پراخ تګ راتګ د دې لامل شوی چې د پولیو ویروس له یوه ځایه بل ته ولېږدي.

هغه د دې تر څنګ بله ستونزه د جګړو له امله د بې ځایه شوو کډوالو یاده کړه چې په کندهار کې مېشت شوي او کمزورې شخصي او محیطي حفظ الصحه یې د دغه ویروس خپرېدو ته زمینه برابره کړې ده.

یوه بله ستونزه چې پخلا ډېره جدي وګڼله او هغه دا چې لا هم په ټولنه کې د خلکو تر منځ ناسم باورونه، غلطې مفکورې او اوازې د دې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي.

هغه د ولایت په کچه د روغتیايي مرکزونو کمښت هم یوه ستونزه ګڼي او وايي چې په دې برخه کې باید په جدیت کار وشي.

په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ ۱۴ پېښې ثبت شوې وې چې ۷ یې یوازې په کندهار کې وې.

د دغو پېښو له ډلې ۵ په شاولیکوټ، ۱ په سپين بولدک او ۱ په کندهار ښار کې وې، ۲ پېښې په هلمند کې ثبت شوي چې ۱ په نوزاد او ۱ په نهر سراج ولسوالۍ کې ده، په اروزګان کې ۱ پېښه ثبت شوې، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۳ پېښې او په کندوز کې ۱ پېښه ثبت شوې وې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا