منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د پښتورګو ملي روغتون ته لومړۍ برخه طبي وسایل او تجهزات ورسېدل

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٦ وری ۹۷): په ننګرهار کې د پښتورګو ملي روغتون ته د نږدې ٤٠٠ ميليونه افغانيو په ارزښت عصري د طبي وسایلو او تجهیزاتو د مرستې لومړۍ برخه را ورسېده .

دغه ملي روغتون چې په ۲۰۰۶ زېږديز کال کې يې د پاکستان په مرسته د جوړېدو چارې پيل شوې وې او ټاکل شوې وه په ۲۰۱۱ کال کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي؛ خو د ځينو ستونزو له امله يې لا هم کارونه نه دي بشپړ شوي.

د قرارداد له مخې، د دغه روغتون چارې په درېيو پړاوونو کې بشپړېدې چې لومړی يې د تعمير رغونه، دويم يې د ډاکترانو روزنه او درېيم يې د تجهيزاتو انتقال دی چې تعمير يې تېر کال تسليم شوی، ۷۵ تنه کاري پرسونل هم ورته روزل شوی او پرون ورته د تجهيزاتو انتقال هم پيل شو.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پرون د يادو وسايلو د رسېدو پر مهال د پښتورګو په ملي روغتون کې خبريالانو ته وویل،  ياد روغتون ته د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو او تجهیزاتو لومړۍ برخه مرسته را ورسېده.

هغه زیاته کړه له دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت له لوري دغه روغتون ته د وینې بدلولو وسایل راوړل شوي وو.

منګل له پاکستانه د مننې تر څنګ وویل، د دغو طبي تجهیزاتو او وسایلو پر مټ به د پښتورګو برخې ناروغان درملنه په خپل هېواد کې په ښه توګه ترسره شي .

د عامې روغتیا ريیس ډاکتر نجیب الله کامه وال وویل چې څلور کانټینره طبي وسایل او تجهیزات چې په فرانسې او جاپان هېوادونو کې پېرل شوي، د پښتورګو ملي روغتون ته را ورسېدل.

نوموړي زیاته کړه، د ګاونډي هېواد پاکستان د مرستې لومړۍ برخه د روغتون ودانۍ جوړول، دویمه برخه يې د تجهیزاتو او درېيمه برخه يې د پرسونل مسلکي روزنه وه چې ۷۵ روغتیا پال ورته روزل شوي او ۴۲ تنه به نور هم وروزل شي .

د کامه وال د معلوماتو له مخې، اوس په دغه روغتون کې د وينې د تصفيې مرکز پرانيستل شوی چې په تېرو څو مياشتو کې يې شاوخوا څلور زره ناروغان په وړيا ډول تداوي کړي چې پخوا په شخصي روغتونونو کې ترې له يوه ناروغ څخه تر لس زرو کلدارو اخيستل کېدې.

دی وايي، په نږدې وختونو کې به دغه روغتون خپلې ټولې چارې پيل کړي او ډاډ يې ورکړ چې د يو يوه نيم کال په موده کې به د پښتورګو دغه ملي روغتون کې د پښتورګو د پيوند چارې هم پيل شي.

په ورته مهال د پاکستان کونسلر عارف خان بيټني وویل، ویاړي چې له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب له مخې په روغتیايي برخه کې مرسته کوي او زیاته یې کړه چې دغه طبي وسایل او تجهیزات پر نوي تکنالوجۍ سمبال دي نو په دې اساس یې سپارښتنه وکړه چې د ګټې اخیستنې پر مهال دې ورسره له احتیاط څخه کار واخیستل شي.

ټاکل شوې ډېر ژر د روغتیا په برخه کې یو شمېر نورې مهمې پروژې هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا