منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غزني کې د خوارځواکۍ ناروغي ډېره شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۶ کتنې

غزني (پژواک، ٧ ورى ٩٧): د غزني د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د بېوزلۍ او نا امنۍ له امله په دغه ولايت کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ناروغي ډېره شوې ده.

د غزني د عامې روغتيا رييس ډاکتر ظاهرشاه نېکمل د وري په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه ولايت کې پر دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ٥١٩٦ و  خو سږ کال دغه شمېر ٧١٢٢ ته لوړ شوی دی.

هغه وايي: ((دا هغه کسان دي چې له موږ سره راجستر شوي، کېداى شي چې شمېره له دې هم لوړه وي ځکه ډېر کسان تر اوسه نه دي راجستر شوي.))

د نېکمل په وينا، وچکالي، بېوزلي او نا امني د ماشومانو د خوار ځواکۍ اصلي لاملونه دي چې پر وړاندې يې جدي مبارزه په کار ده.

ده وويل چې د غزني په ټولو ولسواليو کې يې د روغتيايي مرکزونو تر څنګ ګرځنده کلينيکونو ته دنده سپارلې چې پر دې ناروغۍ اخته ماشومان راجستر او درملنه يې پيل کړي.

هغه زياته کړه: ((د وقايې په توګه په مکتبونو کې موږ شاګردانو ته ګولۍ ورکوو، څو پر دې ناروغۍ اخته نه شي او دغه راز د عامه پوهاوي په موخه مو ورکشاپونه هم جوړ کړي دي.))

د نېکمل د معلوماتو له مخې، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ونې ټيټې او هډوکي يې کمزوري وي چې د ژوند په اوږدو کې له بېلابېلو ناروغيو سره مخ کېږي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د اب بند ولسوالۍ اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل: ((زما دوه زامن پر دې ناروغۍ اخته دي، يو غټ دى خو دا بل بيا يو نيم کلن دى.))

د هغه په وينا، پخوا په دې ولسوالۍ کې روغتيايي مرکز نه و، نو ځکه دوى نه دي توانېدلي د خپلو بچیانو درملنه وکړي.

د نوموړي په خبره چې په دې وروستيو کې يې د خپلو زامنو درملنه پيل کړې ده.

دغه راز د غزني د ګيرو اوسېدونکی عبدالله بيا وايي چې په دې ولسوالۍ کې هېڅ روغتيايي مرکز نشته، نو ځکه يې اوسېدونکي پر بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.

هغه وايي: ((دلته نه کلينيک شته، نه روغتيايي کارکوونکى شته او چې څوک ډېر شديد مريض نه وي د درملنې لپاره غزني ښار ته هم نه ځي.))

دغه راز عبدالله کومه شمېره وړاندې نه کړه خو ويل یې چې په دې ولسوالۍ کې هم ډېر ماشومان د خوارځواکۍ پر ناروغې اخته شوي چې تر اوسه يې درملنه نه ده پيل شوې.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د غزني اوسېدونکو د اړينو روغتيايي خدمتونو د نه شتون له امله شکايتونه کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا