کابل (پژواک، ١١ ورى ٩٧) : د بې پولې ډاکټرانو نړيوال تنظيم د افغانستان له حکومت څخه د کاري فعاليتونو د پراختيا په برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د کورنيو چارو وزارت له خوا د وري په ١١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ياد تنظيم مشرې اليزابت جاسود نن د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي سلاکار ستر پاسوال مراد علي مراد سره وليدل.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې پر بېلا بېلو موضوعاتو او د بې پولې ډاکترانو پر فعاليتونو خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، مېرمن جاسود له کورنيو چارو وزارت څخه وغوښتل چې ددې نړيوال تنظيم د فعاليتونو د ساحې په پراخولو او اسانتياوو په رامنځته کولو کې ورسره همکاري وکړي.
د کورنيو چاو وزارت مرستيال ډاډ ورکړ چې ملي پوليس به له يادې موسسې سره هر ډول مرسته او همکاري کوي.
د يادونې ده چې دغه موسسه د کابل، کندوز، خوست، کندهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
څو کاله مخکې امريکايي ځواکونو په کندوز کې ددې موسسې پر روغتون بمبار کړى و چې له امله يې يو شمېر ډاکټرانو، ناروغانو او نورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.