کابل (پژواک، ۱۲ وری ۹۷):د عامې روغتيا وزارت وايي چې په هېواد کې د سرطان ناروغي د ډېرېدو په حال کې ده او له دې ناروغۍ سره د مجادلې لپاره د ياد وزارت په چوکاټ کې د "سرطان د کنټرول ملي پروګرام" عملي شوی دی.
د عامې روغتيا وزير فېروز الدين فېروز نن په کابل کې د سرطان پر وړاندې د مجادلې بنسټ په دويمه عمومي ناسته کې وويل چې سرطان په هېواد کې په رښتيا هم ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی او اوسمهال د سرطان د تشخيص او درملنې په مرکز کې هره ورځ د ۶۰ ناروغانو درملنه کېږي.
نوموړي وويل چې په وروستي يوه کال کې پر ياده ناروغۍ شاوخوا ۱۳زره اخته کسانو درملنه شوې ده.
د نوموړي په خبره، اټکلي شمېرې ښيي چې د عمر په لوړېدو سره تر ۲۰۳۰ کال پورې نه يوازې په افغانستان، بلکې په ډېری مخ پر وده هېوادونو کې د سرطان پېښې احتمالاً تر ۵۰ سلنه لوړېږي.
فېروز وويل: "همدې اندېښنو ته په پام سره، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې له سرطان سره د مجادلې بنسټ په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د سرطان ناروغۍ د تشخيص او درملنې مرکز کار پيل کړی دی."
نوموړي زياته کړه چې د هېواد د لومړۍ مېرمنې او له سرطان سره د مجادلې بنسټ په هڅو، په تېر يو کال کې د سرطان ناروغۍ د تشخيص او درملنې پروژه، د سرطان د کنټرول پر ملي پروګرام بدل شوی دی.
هغه وويل چې په لومړني تشخيص سره د سرطان د پېښو کمېدل، د تشخيص کچې ډېرېدل، له تشخيص وروسته د معياري خدمتونو وړاندې کول، د ملاتړي مراقبت برابرېدل، د پرسونل د وړتياوو لوړېدل او د شمېر راټولول، د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام موخې دي.
له سرطان سره د مجادلې بنسټ مشرې شينکۍ کړوخېل په دې ناسته کې وويل چې له سرطان سره د مجادلې لپاره د دغه بنسټ ټولو باورمندو غړو له څو کلونو راهيسې خپل رضاکاره فعاليتونه پيل کړي او همدا داوطلب غړي توانېدلي چې عامې روغتيا وزارت ته قناعت ورکړي او ويې هڅوي چې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام پيل شي.
د هغه په وينا، د کابل په جمهوريت روغتون کې د سرطان پېژندنې برخې جوړېدل چې د عامې روغتيا وزارت له خوا عملي شو، د سرطان پر وړاندې د مجادلې بنسټ تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده چې پخوا دا ډول کار نه و شوی.
کړوخېل له خلکو او ګډونوالو غوښتل چې يو او بل ته لاسونه ورکړي، له سرطان سره د مجادلې بنسټ سره په ګډه او همکارۍ سره دې داسې زمينه برابره کړي چې د عامې روغتيا وزارت وتوانېږي چې پر وخت تشخيص او درملنې يو روغتون دې جوړ کړي.
د ولسمشر مېرمن او د سرطان پر وړاندې د مجادلې بنسټ يوې غړې رولا غني په دې ناسته کې وويل چې د دغه بنسټ يوه موخه په ټول هېواد کې د سرطان په اړه د خلکو پوهاوی دی، څو خلک پوه شي چې په دې اړه ډاکتر ته کله ورشي چې ايا سرطان لري او کنه.
د سرطان ناروغۍ پر وړاندې مجادلې بنسټ (ACF) د ۱۳۹۵ لمريز کال په زمري مياشت کې په هېواد کې په رسمي ډول د سرطان ناروغۍ د تشخيص، درملنې او پر وخت وقايې لپاره رامنځته شو.
د روغتيا نړيوال سازمان د اټکل له مخې، په افغانستان کې هر کال د سرطان کابو ۲۰زره پېښې تشخيصېږي چې کابو ۱۵زره يې د تشخيص مرکزونو او پر وخت درملنې نه شتون له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










