کابل (پژواک، ١٣ ورى ٩٧): د افغانستان د معلولينو کرکټ لوبډلې په لومړۍ درې ورځنۍ لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د معلولينو کرکټ لوبـډلې مشر ډاکتر عبدالمنان مسعود د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د معلولينو ملي لوبـډلې د لومړي ځل لپاره په تاريخ کې خپله لومړۍ درې ورځنۍ لوبه له هند سره ترسره کړه.
هغه زياته کړه، دا لوبه چې د هند په چنديګړ ښار کې پيل شوې وه، پرون مازديګر د افغانستان په بريا پاى ته ورسېده.
مسعود وايي چې د دې لوبې پچه افغانستان ګټلې وه او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، افغان معلولينو لوبډلې په لومړي اننګز کې ٤٠٠ منډې جوړې کړې.
د هغه په وينا، هندوستان په لومړي اننګز کې ٢٦٧ منډې جوړې کړې او ټوله لوبـډله يې وسوځېده او افغانستان ترې ١٣٣ منډې زياتې شوې.
نوموړي وويل چې د افغانستان د معلولينو لوبډلې په خپل دويم اننګز کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٧٤ منډې جوړې کړې او په دې سره د لوبې درې ورځې پاى ته ورسېدلې.
د افغانستان د معلولينو کرکټ لوبـډلې مشر وايي چې د کرکټ د قوانينو له مخې، دا چې افغانستان په لومړي اننګز کې ډېرې منډې جوړې کړې، نو بريا د افغانستان په برخه شوه.
د يادونې ده، د افغانستان د معلولينو لوبـډلې تر اوسه يواځې شل اووريزې او يوه ورځنۍ لوبې کولې، خو د لومړي ځل لپاره يې له هندوستان سره درې ورځنۍ لوبه ترسره کړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










