منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د کرکټ لوبغالی جوړ شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۳ وری ۹۷): په کندهار کې د هندوستان په مرسته پر نړيوال معيار برابر د کرکټ لوبغالی جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د لوبغالي د پرانیستې په مراسمو کې د هندوستان سفیر منپريت وهرا، د اقتصاد وزارت مرستیال جاوېد عثماني، د کندهار والي زلمي ویسا، امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ولایتي شورا غړو، مخورو او د کرکټ لوبغاړو او مینه والو ګډون کړی وو.

د کندهار والي زلمي ویسا وویل، د کرکټ لوبغالی د کندهار ښار په عینو مېنه کې په ٤٠ جريبه ځمکه کې د هندوستان هېواد په يو ميليون ډالر مرسته جوړ شوی، چې ځمکه یې د افکو کمپنۍ له خوا ورکړل شوې ده.

هغه د هندوستان له مرستې مننه وکړه چې پر بنسټ یې کندهار پر نړیوال معیار برابر د کرکټ له لوبغالي برخمن شو.

ده زیاته کړه، هند او افغانستان د دوستۍ اوږد تاریخ لري او تل یې دغلته ملي پروژې تمویل کړې دي.

والي یادونه وکړه چې د دغه لوبغالي په جوړېدو به په کندهار کې کرکټ ډېره وده وکړي او د کرکټ ملي لوبډلې ته به د کندهار ځوانان هم لاره وکړي.

د کندهار د ولایتي شورا مشر سید جان خاکرېزوال هم د هندوستان له مرستې مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې په دې لوبغالي کې دې د نندارچیانو لپاره د ناستې ځایونه هم جوړ کړي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستیال جاوېد عثماني وویل، هندوستان ژمنه کړې چې د کرکټ په دې لوبغالي کې به د ۳۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو مېلمستون هم جوړ کړي، چې د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي به د تمریناتو پر مهال ورڅخه ګټه اخلي.

هغه خبر ورکړ چې دغه پروژه به تر راتلونکو دوو- درېیو میاشتو پرانیستل شي.

د کندهار د کرکټ بورډ مسوول مسعود رحماني وویل، تر دې وړاندې کندهار د کرکټ معیاري لوبغالی نه درلود، له همدې امله ویلی شي چې په کندهار کې کرکټ له ۲۰۱۸ کال څخه د دغه لوبغالي له جوړېدو سره پيلېږي.

خو هغه غوښتنه وکړه چې هندوستان دې په دې لوبغالي کې د نندارچیانو لپاره د ناستې ځایونه، مېلمستون، د لامبو حوض او معیاري اکاډمي هم جوړه کړي.

دی وايي، په دې توګه به کندهار د کرکټ په برخه کې له یوه کمپلیکس څخه برخمن شي.

د هندوستان سفیر منپريت وهرا وویل، هندوستان او افغانستان کې له کرکټ سره مینه د جنون تر بریده رسېدلې او دغه ټکي د دواړو هېوادونو تر منځ دوستي نوره هم ټینګه کړې ده.

هغه زیاته کړه، خوښ دی چې هېواد یې په کندهار کې د کرکټ معیاري لوبغالی جوړ کړ.

ده خبر ورکړ چې ډېر ژر به په دې لوبغالي کې د ۳۶۰زره امریکايي ډالرو په لګښت یو مېلمستون هم جوړ کړي او په راتلونکي کې به هم د دغه لوبغالي د ودې په برخه کې مرسته کوي.

هغه د افغانستان د کرکټ لوبډلې د وروستیو بریاوو یادونه وکړه او ویې ویل چې افغانستان په کرکټ کې ځانګړي استعدادونه لري.

نوموړي خوښي وښودله چې هېواد یې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ګرېټر نویدا لوبغالی د هغوی کورني لوبغالي په توګه ورکړی دی.

د هند سفير وویل، په راتلونکې جون میاشت کې په بنګلور کې د لومړي ځل لپاره د هند او افغانستان تر منځ ټیسټ لوبه کېږي چې افغانان یې باید لیدو ته ورشي.

د يادونې ده چې په کندهار کې د کرکټ د لوبغالي د جوړولو پروپوزل هندوستان هېواد ته په ٢٠١١ زېږديز کال کې ورکړل شوى و، چې د ځينو ستونزو له امله، دغه پروژه ځنډېدلې وه او په دې وروستيو کې داسې ويل کېدل چې که دغه پروژه ژر پيل نه شي، نو کېداى شي ورکړل شوې ځمکه او د هندوستان له خوا ځانګړي شوي يو ميليون ډالر بېرته وګرځول شي.

خو د مرکزي حکومت د چارواکو د هلو ځلو په پايله کې بالاخره د دغه لوبغالي د جوړولو چارې دوه کاله وړاندې پيل او پای ته ورسېدې.

د يادونې ده چې په دې مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ هېڅ يو لوړپوړى چارواکى نه و ورغلى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې