منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تېر کال په ننګرهار کې ۵۷۳۶ کسان د نري رنځ پر ناروغۍ اخته شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۵ وری ۹۷): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې تېر زېږديز کال په دغه ولايت کې ۵۷۳۶ کسان د نري رنځ پر ناروغۍ اخته شوي.

د دوی د معلوماتو له مخې، دغه ولايت کې يې د نري رنځ يا توبرکلوز ناروغۍ د وړيا درملنې لپاره ۸۲ روغتيايي مرکزونه شته چې له ډلې يې ۱۵ خصوصي مراکز دي.

توبرکلوز چې سل، نری رنځ او ټي بي هم ورته وايي یوه خطرناکه باکتریايي ناروغي ده چې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې هر کال د زرګونه خلکو ژوند اخلي.

که څه هم د مارچ ۲۴مه د نري رنځ له نړيوالې ورځې سره برابره ده؛ خو ننګرهار کې دا ورځ نن د وري په ۱۵مه د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه او مسوولينو يې د پېښو له ډېروالي اندېښنه وښوده.

د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسئول انعام الله مياخېل پژواک اژانس ته وويل چې تېر ۲۰۱۷ ميلادي کال په دغه ولايت کې د نري رنځ ۳۳۲۷۵ تخمیني پېښې ثبت شوې چې له ډلې يې ۵۷۳۶ پېښې مثبتې دي.

د نوموړي په وينا، تر یاد کال مخکې (۲۰۱۶ کال) ۴۴۹۹ د نري رنځ ناروغان راجسټر شوي وو چې له ډلې يې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۱۲۵ هغه يې د درملنې لپاره نورو مراکزو ته انتقال شوي او ۴۳۵۶ تنه تر درملنې لاندې دي.

په ننګرهار کې د نري رنځ ناروغۍ د مبارزې ادارې ولايتي مسوول ډاکتر لطيف الله فقيري وايي چې د توبرکلوز ناروغي یوه تنفسي ساري ناروغي ده چې له یوه انسانه بل ته لېږدېږي.

د هغه په وينا، د ککړې هوا تنفس او پر دې ناروغۍ د اخته کس سره زیات تماس هغه لاملونه دي چې د ډاکتر فقيري په خبره، له امله يې یو روغ انسان په نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ اخته کیږي.

خو هغه ټينګار کوي چې ياده ناروغي بې علاجه نه ده او ننګرهار کې يې د وړيا درملنې لپاره ۸۲ مراکز جوړ شوي چې ۱۵ يې خصوصي او پاتې نور يې دولتي کلينيکونو او روغتونونو کې دي.

ډاکتر فقيري وايي، پر نري رنځ د يوه ناروغ درملنه د پنځلسو کسانو ژوند ژغورلی شي او که يې درملنه پر وخت ونه شي؛ نو په ټولنه کې د يو ناروغ موجوديت د ۱۵ نورو کسانو د اخته کېدو امکان موجود دی.

د یادولو ده، د سل ناروغۍ عامل د کخ باسیل یا مایکو باکتیریم دی چې په کال ۱۸۸۲ کې د جرمني عالم رابرت کخ له خوا دا باکټریا کشف شوې ده او اوس مهال شمیرنې ښۍ چې په کال کې یو میلیون وګړي د نړۍ په کچه د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي دغه هېواد لا هم د هغو ۲۲ هېوادونو په کتار کې دی چې د نري رنځ ناروغان په کې ډېر دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې هر کال په هرو ٥٠٠ کې يو افغان له نري رنځه مري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا