زرنج (پژواک، ۱۵وری ۹۷): د نيمروز سلګونو بزګرانو له يوې اوونۍ راهيسې په يوه مدني حرکت کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د څښاک او کرنيزو اوبو له کمښته شکايت کوي او نيمروز ته د هلمند سيند جريان د پيدا کېدو غوښتنه کوي .
هغوی وايي چې د اوبو نه شتون له امله يې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او لسګونه څاروي له منځه تللي او که تر لسو ورځو پورې ورته اوبه ونه رسېږي، د دوی د پالېزونو محصولات به له منځه ولاړ شي.
د نيمروز د چهاربرجک ولسوالۍ اوسېدونکي او اعتراض کوونکي عبدالحليم پژواک خبري اژانس ته وويل: “لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه مې چې غنم مې په کې کرلي وو، وچه شوې او د اوبو د وچېدو له امله مې يو شمېر څاروي وژل شوي دي.”
نوموړي وويل: “زموږ پالېزونه د له منځه تلو په حال کې دي.”
خو د هلمند ولايت د مقام اداري او مالي مرستيال انجنير مجاهدالله صفاري وويل چې سږ کال په ټول هېواد کې وچکالي رامنځته شوې، زياته يې کړه چې د کجکي بند اوبه ۱۲ متره ټيټې شوې او ويې ويل چې وضعيت همداسې دوام پيدا کړي د هلمند سيند اوبو د وچېدو امکان هم شته.
نوموړي زياته کړه چې په ټول هېواد کې له وچکالۍ سره سره هڅه کېږي چې د نيمروز ولايت خوا ته اوبه جاري کړي او په دې برخه کې به تر څو راتلونکو ورځو پورې عملي ګامونه پورته شي.
د نيمروز والي انجنير محمد سميع په دغه ولايت کې د اوبو کمښت ستونزه تاييد کړه او ويې ويل چې د نيمروز خلک د اوبو کمښت له سختې ستونزې سره مخ دي او که اوبه ورته ونه رسېږي، زرګونه جريبه کښتونه به يې له منځه ولاړ شي.
هغه د نيمروز ولايت د اوبو حق ته په اشارې سره وويل چې د نيمروز لوري ته دې ژر تر ژره اوبه جاري شي او له چارواکو يې وغوښتل چې دې ستونزې ته دې جدي پاملرنه وکړي.
په ولسي جرګه کې د نيمروز د خلکو استازې فريدې حميدې پژواک ته وويل: “نيمروز ولايت د اوبو د نه شتون له سختې ستونزې سره مخ دی او زموږ هيله دا ده چې د هلمند خلک دې نيمروز ته د اوبو بهېدو ته اجازه ورکړي.”
دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د تنظيم عمومي مشر سلطان محمود محمودي په ټول هېواد کې د اوبو د ۶۰سلنه کمېدو خبر ورکړ او د اوبو د کمښت ستونزه يې د ټول هېواد يوه ستونزه وبلله او ددې ستونزې د حل يوازينۍ لاره يې د بندونو د اوبو منظم ويش وبلله.
هغه وويل چې له خلکو او ادارو څخه جوړ د څارنې يو کمېسيون دې جوړ او د اوبو له منظم ويش څخه دې څارنه وکړي.










