ژبه

پکتیکا کې د ولسمشر په شخصي لګښت جوړ شوي ښوونځي د خرابېدو په حال کې دي

ښرنه (پژواک، ١٥ ورى ٩٧): په پکتيکا کې د يو شمېر ښوونځيو لپاره جوړې شوې خټينې ودانۍ د ويجاړېدو په حال کې دي چې له امله يې زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي عيدګل د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال په دغه ولايت کې د ٢٢ ميليونو افغانيو په لګښت ٢٤ ښوونځيو ته خټينې ودانۍ جوړې شوې.

هغه وايي: ((د دغو ښوونځيو له ډلې يو هم په مرکز ښرنه کې د کوټوالو سيمې ښوونځی دى چې ټولګي يې کړکۍ او دروازې نه لري او د ورښتونو له امله ډېر زيامن شوى او پاتې نور به هم ډېر ژر ویجاړ شي.))

دغه راز په مرکز ښرنه کې د کوچي رفيق ښوونځي يوه زده کوونکي احمدالله پژواک ته وويل چې تېر کال د دوى ښوونځي ته خټینه ودانۍ جوړه شوې ده.

هغه وايي: ((زموږ د مکتب حويلۍ ژوره ده، د دېوالونو خښتې يې له لرې ښکاري نور کارونه يې هم نيمګړي پاتې دي، موږ د خونې پر ځاى په انګړ کې درس وايو.))

د همدغه ښوونځي سرښوونکي ګلاخان پژواک ته وويل چې دغه ښوونځى تېر کال ګټې اخيستنې ته سپارل شوى خو زده کوونکي یې اوس هم تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

هغه زياته کړه: ((يوه خونه يې هم د درس ويلو لپاره اماده نه ده؛ ځکه هره شېبه يې د ړنګېدو او غورځېدو وېره وي.))

د نوموړي په وينا، دوى د ښوونځي درسي او نور مواد د خلکو په شخصي کورونو کې ساتي.

همدارنګه په ښرنه کې يوه قومي مشر محمد حنيف پژواک ته وويل چې ډېرو ښوونځيو ته خټينې ودانۍ جوړې شوې دي.

هغه وايي: ((دغه ودانۍ د دې لامل شوي چې شاګردان بيرون تر شنه اسمان لاندې زده کړې وکړي او بيا ډېرى کورنۍ دي چې نه غواړي جينکۍ يې په ازاده هوا کې زده کړې وکړي، نو دغه د خټو ودانۍ د دې لامل شوې چې يو شمېر جينکۍ له زده کړو پاتې شي.))

په دې اړه د پکتيکا د پوهنې رياست تدريسې مرستيال عبدالرحيم اسحاقزي پژواک ته وويل: ((دا د ولسمشر ځانګړې بوديجه وه چې والي ته يې ورکړې وه او والي پرې دغه ښوونځي جوړ کړي دي، نو په موږ پورې هېڅ اړه نه لري.))

خو بل لور ته د پکتيکا د والي وياند عبدالرحمن اياز پژواک ته وويل چې دغه له خټو جوړ شوي ښوونځي هېڅ ډول ستونزه نه لري.

login or register a new account.