منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان المپيک ملي کمېټې نوى مشر وټاکل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ ورى ٩٧): د افغانستان د المپيک ملي کمېټې در ياست په اړه له درې کلن جنجال او په هم مهاله توګه د دوو رييسانو تر فعاليت وروسته د ټاکنو له لارې دې ادارې ته نوى مشر وټاکل شو.

د المپيک ملي کمېټې د ټاکنو ترسره کولو کمېټې مشر داد محمد پاينده اختري خبريالانو ته وويل چې په کابل کې په نننيو ټاکنيزو سياليو کې د ٢٨ ورزشي فدراسيونونو استازو ګډون کړى و.

د کمېټې د مشرۍ لپاره د ورزش د برخې دوو پخوانيو چارواکو حفيظ الله ولي رحيمي، سيد محمد ضياء دشتي او شمس الحق مسعود مبارز ځانونه نوماند کړي وو.

اختري وويل چې په ټاکنو کې شمس الحق مسعود د سيد محمود ضياء په ګټه تېر شو او بالاخره د فدراسيونونو، ورزشکارو ښځو، کرکټ بورډ او افغان المپيکي مډال ګټونکي روح الله نيکپا په پټه رايه ورکړه چې له منځه يې حفيظ الله ولي رحيمي د ١٦ رايو په ترلاسه کولو سره د څلورو کلونو لپاره د دې ادارې انتخابي مشر وټاکل شو.

د دې تر څنګ هاشم کريمي، باور هوتک، رحيم کانفو، احمد شکېب او حکمت د المپيک کمېټې لومړي او دويم معاونيت ته سيالي وکړه چې باور هوتک د ١٥ رايو په اخيستلو د لومړي مرستيال او هاشم کريمي د ٩ رايو په ترلاسه کولو دويم مرستيال وټاکل شول.

د ښځو په برخه کې روبينا جلالي او مستوره ارزو د ښځو چارو معاونيت ته سيالي وکړه چې روبينا ورته د ١٧ رايو په اخيستلو بريالۍ شوه.

په همدې ډول روح الهل نيکپا، حارث رحماني، احمد طارق روشنګر، عبدالعظيم نيازى، نجيب الله سکندر، عبدالصبور عزيزي او جنرال بابه جلندر جيات د افغانستان المپيک کمېټې د اجرايي غړو په توګه غوره شول.

د کمېټې نوي مشر حفيظ الله ولي رحيمي د يادو ټاکنو په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره وويل، اړينه ده څو د ملي المپيک کمېټې د ودې او پرمختګ لپاره په نړيواله کچه بنسټيز کار وشي.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټه له څه باندې درېيو کلونو راهيسې له ګڼو جنجالونو سره مخ وه او په دې موده کې د دوو مشرانو هر يوه محمد ظاهر اغبر او فهيم هاشمي له لوري اداره کېده چې هر يوه يې ځانګړي تشکيلات لرل په جلا ډول يې د المپيک ملي کمېټې په نوم فعاليت درلود.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې