منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د افغانستان کابو ٦٠ سلنه خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري”

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٨ورى ٩٦): د عامې روغتيا وزير وايي چې د افغانستان شاوخوا ٦٠ سلنه وګړي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري، خو وزارت هوډ لري چې روان کال کې د لسګونو روغتيايي مرکزونو په جوړېدو سره د خلکو د لاسرسي کچه ٩٠ سلنې ته ورسوي.

د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز، نن کابل کې په هغې غونډه کې چې د روغتيا نړيوالۍ ورځې په مناسبت جوړه شوې وه، په هېواد کې د روغتيايي وضعيت او د روغتيا وزارت د پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

هغه په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د غوره توب په اړه خوښي څرګنده کړه، ويې ويل: "روغتيايي برخې د مالي سرچينو له کمښت سربېره د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د پام وړ پرمختګونه کړي چې له دې جملې څخه د ميندو مړينې کچه په ٢٠٠٢ زېږديز (١٣٨١لمريز) کال کې په هرو ١٠٠زرو کې ١٦٠٠ تنه وه، خو په ٢٠١٥ زېږديز (١٣٩٤لمريز) کال کې په هرو ١٠٠ زرو ميندو کې دا شمېره ٣٩٦ تنو ته راټيټه شوې ده."

وزير زياته کړه: "همداراز د يادو کلونو په جريان کې له پنځو کلونو څخه د ټيټ عمر ماشومانو د مړينې کچه له ٢٥٧ څخه ٥٥ تنو ته رالوېدلې ده."

د ډاکټر فېروز په وينا، دا مهال د افغانستان شاوخوا ٦٠ سلنه وګړي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري، خو د عامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې د ٢٦٠ نورو روغتيايي مرکزونو په جوړولو سره د روان زېږديز (٢٠١٨) کال تر پايه پورې روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي کچه ٩٠ سلنې ته ورسوي.

نوموړي زياته کړه چې څو ورځې وړاندې د ياد شمېر روغتيايي مرکزونو د جوړېدو تړون کابل کې لاسليک شو او د نړيوال بانک په مالي مرسته به جوړ شي.

د عامې روغتيا وزير په هېواد کې روغتيايي برخې ته د محدودو مالي سرچينو پر ځانګړي کولو د نيوکې ترڅنګ وويل: "اوسمهال په هېواد کې يو کس ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ٥ ډالره ځانګړي کېږي، په داسې حال کې چې تر ټولو بېوزلو افريقايي هېوادونو کې د يو تن لپاره ٢٠ ډالره ځانګړي کېږي."

د ده په وينا، په هېواد کې ناامني او بې ثباتې نورې هغه ستونزې دي چې د روغتيايي خدمتونو د پراختيا په وړاندې موجودې دي.

ياد حکومتي چارواکي وويل، په داسې حال کې چې دا پيسې ساري ناروغيو ته د لاسرسي لپاره ورکول کېږي، د غيرساري ناروغيو لکه د وينې فشار، سرطان، د زړه او شکر ناروغيو لپاره هيڅ پيسې نه دي ځانګړې شوې چې اوسمهال هېواد کې ٣٠ سلنه مړينه د همدې ډول ناروغيو له امله رامنځ ته کېږي.

د ولسي جرګې د روغتيايي چارو د کميسيون رئيس ډاکټر مجيب الرحمان څمکني په دې غونډه کې وويل، سره له دې چې هېواد کې روغتيايي خدمتونه ښه شوي، خو د دې خدمتونو کيفيت ټيټ دى.

نوموړي زياته کړه: "دلته کورني او بهرني مسوولين دنده لري چې دا ستونزې ختمې کړي، سمه ده چې په افغانستان کې زيات شمېر روغتيايي مراکز جوړ شوي دي، خو خلک بايد کيفيت لرونکو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى ولري."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو روغتيايي سازمان استازي ډاکټر ريک پيپرکورن وويل چې څو په وروستيو کلونو کې افغانستان کې د روغتيا په برخه کې زيات پرمختګونه شوي چې دې سازمان په کې ستر رول لوبولى دى.

هغه وويل: "موږ هڅه کوو په راتلونکو کلونو کې د عامې روغتيا وزارت په همکارۍ د هېواد په لرې پرتو سيمو کې هم کيفيت لرونکي روغتيايي خدمتونه وړاندې کړو."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا