منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٧): د عامې روغتيا وزارت وايي، د ګوزڼ ناروغۍ له پلوه په لوړ خطر لرونکو سیمو کې سبا د پولیو ضد واکسین درېيم فرعي پړاو پلېږي چې په ترڅ کې یې له پنځو کلونو د کم عمره څه باندې ۶ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کېږي.

دغه مطلب له ياد وزارته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلى دى.

سرچينه کاږي، په روان زېږدیز کال کې دا درېيم فرعي کمپاین دی چې د تېرې میاشتې له سراسري لومړي کمپاین وروسته پلى کېږي.

په روان کال کې ټولټال ۶ فرعي او درې سرتاسري کمپاینونه پلان شوي چې له دغه کمپاین سره درې فرعي او یو سراسري کمپاینونه ترسره شول.

سرچينه زياتوي، دغه کمپاین د هېواد د ۲۳ ولایتونو په ۱۸۹ ولسوالیو کې پلى کېږي چې د کابل ښار په ګډون د سوېل ټول ولایتونه، د ختيځ ګڼ شمېر ولسوالۍ او همداراز د هېواد نورې هغه ولسوالۍ چې د دې ناروغۍ د سرایت له خطر سره مخ دي، تر پوښښ لاندې راځي.

د خبرپاڼې په حواله، د دغه کمپاین په بهیر کې نږدې ۵۰زره روغتیايي کار کوونکي به په خپلو سیمو کې کور په کور ګرځي، څو ماشومان واکسین کړي.

د دې اوونۍ د جمعې په ورځ (د وري ٢٤مه) د واکسین ټیمونه به هغو کورنیو ته بیا ورځي، کوم چې ماشومان یې د کمپاین په تېرو ورځو کې له واکسینولو څخه پاتې شوي وي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز له ټولو کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.

ده زياته کړې چې که چېرې کورنۍ د خپلو ماشومانو د واکسین کولو فرصت له لاسه ورکړي، کېدای شي د هغوی ماشومان د دې ناروغۍ د اخته کېدو له ستر ګواښ سره مخ شي.

هغه ويلي: "دغه واکسین چې د پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د ماشومانو د وقایې لپاره استعمالېږي، په نړۍ کې له ډېرو معتبرو کمپنیو ترلاسه کېږي، کوم چې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا یې کیفیت او موثریت تائید شوی دی."

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر اساس، په روان زېږدیز کال کې تر دې دمه په هېواد کې د پولیو ۷ مثبت پېښې ثبت شوې چې د څلورو له کندهار، دوو له کونړ او یوې پېښې له ننګرهار څخه راپور ورکړل شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا