منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غزني کې د دوو روغتيايي مرکزونو د ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

غزني ښار(پژواک،١٩ورى٩٧): د غزني په مُقر او ګيلان ولسواليو کې د څه باندې ٢٨ميليونه افغانيو په لګښت د دوو روغتيايي مرکزونو د ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې.

د غزني والي عبدالکريم متين د وري په ١٩مه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د ١٤ ميليونو افغانيو په لګښت په مقر ولسوالۍ کې روغتيايي مرکز ته ودانۍ جوړيږي.

هغه وايي: (( پخوا هم دلته روغتيايي مرکز  و، خو د خلکو لپاره يې بسنه نه کوله اوس مو ورته ارتقاء ورکړه.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه روغتيايي مرکز به ٣٠ بستره هم ولري ترڅو اوسېدونکي نورو سيمو ته لالهانده نه شي.

والي دا هم وويل چې په دې ولسوالۍ کې د يو ګرځنده کلينيک ترڅنګ په ګداخېلو او اخوند سيمو کې دوه کلينيکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

هغه زياته کړه: (( دې کلينيکونو ته مو د څلور ميليونه افغانيو په ارزښت طبي وسايل هم اخيستي دي چې اوس به د خلکو ستونزې ډېرې کمې شي.))

د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي نيک محمد پژواک ته وويل: (( دغه ولسوالۍ ګڼ نفوسه ده،ډېر خلک په کې ژوند کوي، نو په يو کلينيک به ډېر بيروبار و، نو اوس ښه شو چې د نورو د جوړېدو کار هم شروع شو.))

د هغه په وينا، دغه ولسوالۍ د کابل-کندهار پر لويه لار پرته ده چې ډېرى وخت د ترافيکي پېښو ټپيان هم د دى ولسوالۍ روغتون ته ور وړل کيږي.

دغه راز د غزني والي عبدالکريم متين دا هم وويل چې د ګيلان ولسوالۍ په جهانګير او وتلي سيمو کې دوه کلينيکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول او د جنډې په سيمه کې د يو نوي روغتيايې مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې.

په دې اړه د غزني د عامې روغتيا رييس ډاکټر ظاهرشاه نيکمل وويل چې د جنډې د سيمې روغتيايي مرکز په عصري ډول جوړيږي چې څه باندې ١٤ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

هغه وويل، دوى کوښښ کوي چې د غزني په بېلابېلو سيمو کې خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

د ګيلان د جنډې سيمې اوسېدونکي عزت الله پژواک ته وويل چې د روغتيايي مرکزونو ترڅنګ ډاکټران او طبي وسايل هم بايد کلينيک ته ورکړل شي.

هغه وايي: (( مخکې هم دلته کلينيک و خو يواځې يو ډاکتر يې درلوده نو اوس چې نوى مرکز جوړيږي بايد ډاکټران يې هم ډېر شي.))

خو بل لورته له ٢٠٠٦ کال راهيسې د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې روغتيايي مرکز تړل شوى او اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا