خوست ښار (پژواک، ٢٣ ورى ٩٧) : چارواکي وايي چې د خوست د پرلت خېمې ته څېرمه چاودنه شوې ده، خو زيان نه لري.
د خوست سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالحنان ځدراڼ د وري په ٢٣مه،پژواک اژانس ته وويل چې د ماين دا چاودنه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو شوې ده.
هغه زياته کړه، دا چاودنه په يوه ګلدان کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله شوې، خو زيان يې نه درلود.
دا خېمه د کوزې پښتونخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ نن سهار درل شوې او ټاکل شوې ده چې په څو شېبو کې يې د پرانيستلو مراسم ترسره شي.
ددې خېمې يو تن مسوول محمد رحيم سکندر پژواک ته وويل چې چاودنه د خېمې په څو مترۍ کې شوې، خو هېچاته يې زيان نه دى اړولى.
د هغه په وينا، ټول ملګري يې راغلي او په څو شېبو کې به د خېمې د پرانيستلو رسمي مراسم پيل شي.
ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې په کابل کې هم د پرلت خېمې ترڅنګ چاودنه شوې وه چې له امله يې يو تن ووژل شو او تر لسو زيات ټپيان شوي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










