کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧): د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د هغو کار کوونکو او ملي لوبغاړو قراردادونه به لغوه کړي چې اوس هم له هېواده بهر په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.
کرکت بورډ دغه تصميم وروسته له هغه نيولى چې په دې وروستيو کې په ټولنيزو شبکو کې يو شمېر مينه والو پر ځينو لوبغاړو نيوکې وکړې چې کورونه يې اوس هم په پاکستان کې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل د وري په ٢٧مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې له دې وروسته هېڅ قراردادي لوبغاړى او د بورډ کارکوونکى نه شي کولى چې له اجازې پرته بهر ته سفرونه وکړي.
نوموړي زياته کړه، د هغو کارکوونکو او ملي لوبغاړو قراردادونه به لغوه کړي چې اوس هم له هېواده بهر په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.
مشعل دغه ډول کارکوونکو او ملي لوبغاړو ته يوه مياشت وخت ورکړ چې له خپلو کورنيو سره هېواد ته را ستانه شي او که رانه شي، قراردادونه يې فسخ کېـږي.
د کرکټ بورډ مشر دا ونه ويل چې د دوى کورونه په کومو هېوادونو کې دي، خو اوس هم د ډېرو کورونه په پاکستان کې دي.
نوموړي په دغه کنفرانس کې د نړيوال جام غوراوي سياليو په لومړيو درېيو لوبو کې د ملي لوبډلې د ماتې لاملونه هم په ګوته کړل.
عاطف مشعل وويل، د دې ماتو تر ټولو ستر لامل دا و چې د لوبو په پيل کې لوبډلمشر اصغر ستانکزی ناروغ شو او جراحي عمليات يې وکړل.
دغه راز نوموړي زياته کړه چې افغان لوبډله تر ډېره په توپ اچونه تکيه کوي، خو په يادو لوبو کې توپ اچوونکي ښه ونه ځلېدل.
هغه وايي چې درېيم لامل يې د بخت ياري نه کول وو خو هغه ویې په دې برخه کې تخنيکي او اداري ستونزې رد کړې.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر دا هم وویل چې یو شمېر لوبغاړي د ټولنیزو رسنیو تر منفي اغېز لاندې هم راغلي وو.
نوموړي وویل چې لوبغاړي باید له ټولنیزو رسنیو سره د مقابلې ځواک ولري او تر اغېز لاندې یې را نه شي.
login or register a new account.