منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

پر ډيورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې

· 1 دقیقه لوستل · 184 کتنې

خوست ښار (پژواک، ٢٦ ورى ٩٧): چارواکي وايي چې په خوست ولايت کې د ډيورنډ پر کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې ده.

د خوست ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالحنان ځدراڼ د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته نن سهار اته بجې د ځاځي ميدان ولسوالۍ په درېيو نقطو کې پيل شوې ده.

هغه زياته کړه چې پاکستاني ځواکونو د لنډوغرو، نازوغر او خاونه غونډۍ پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي چې د افغان ځواکونو له ځوابي بريدونو سره مخ شول.

ځدراڼ وايي چې تر اوسه دواړو لورو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د ځاځي ميدان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي معلم معراج ګل پژواک اژانس ته د نښتې د تاييد تر څنګ وويل چې دواړه لوري پر يو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

خو هغه ته هم د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه وو.

د يادونې ده، تېره مياشت د پکتيا ولايت په ډنډي ولسوالۍ کې هم د ډيورنډ پر کرښه د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ نښته شوې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي